د لاسرسي ځای

تازه خبر

یو کلی ۲۱ کونډې



د چارسدي د شير پاؤ کلي ۲۱ میرمني د ٢٠٠٧ کال د بمي چاؤدني په نتيجه کې یې مېړونه وژل شوي او اوس کونډي دي په دوی کې ډېرو بیا ودونه نه دي کړي اؤ خپل ژوند له يو شمير ستونزو اؤ کړاوونو سره تيروي.

مينه ګل بي بي چې د پنځو بچو مور ده مشال راډيو ته وویل چې په کور کي نارينه نه وي اؤ ښځې مزدوري کوي نو د خلکو خبرو ته پاته شي.

،،مونږ خو کار نه کولو خپل سړي راته ګوله ډوډۍ ګټله، له کوره کله نه وو وتي چې اوس مو سړي نشته نو د بچو لپاره پردۍ مزدوري کوو،خلک پيغور کوي چې تاسو پردۍ ډوډۍ خورئ،نو ډير افسوس راشي،هر څه خپلو بچو له کوو،کله به لوی شي نو په سوري به مو کي،،

دغه رنګ نزاکته هم د درې بچو پالنه کوي،خاوند يې سره د دوو بچو په بمي چاودنه کي وژل شوي وو.

،،خاوند مې ښه ځوان وو په خپل لاس مې کپړي ورکي ،زوي مي ځان سره قرآن شريف له کوره يوړو،بس د خدای پاک بنديان وو هغه واخیسته زموږ څه ذريعه به يي جوړه کړي وي،،

دا زياتوي چې اوس د خپل پلار کور کې ژوند کوي اؤ د خپلو بچو لپاره خواري کوي.

،،چا کره چې کار کومه هغوی راته خوراک څښاک لپاره څه نا څه راکي، په کلي کې خبرې ډيرې وي،جنګ شور به وو په کور کې، بچو ته به مې د کور خلکو سپک کتل نو پلار کره راغلمه، کله کله کلي ته لاړه شمه، د خاوند اؤ بچو قبرته اديري ته هم لاړه شمه،ژوند مو ډير سخت دی،د مور او ورور سره ګوزاره نه کيږي، بس د خاوند کور ډير ښه وي،،

په دغه۲۱ کونډو کې يوه ساريه بي بي هم ده، هغې مشال راډيو ته وويل چې د ګراني په وخت کې سره د درو بچو ژوند تيرول ډير مشکله دي.

،،وخت مو داسي تيريږي چې يو بل راته ووايي چې بړستني راته ډکي که يا په کپړو ګلکاري وکه نو پنځوس شپيته روپي راکي،سخر مې هم په بمي چاؤدنه کي ژوبل شوي دي،هغه هم کار نشي کولي،،

ساريه بي بي اوس د ژوند اميدونه د خپل زوی سره تړلي دي،چې کله به دی ستريږي اؤ د کور زمه واريانې به په خپل سر اوچتوي.


رابعه اکرم - مشال راډيو - اسلام آباد
XS
SM
MD
LG