موږه ټوټې د یو بدن پښتانه - موږ یو هر ځای، پر هر وطن پښتانه
د خیبر پښتونخوا په پېښور کې د پښتو نړیوال کنفرانس پیل شوی دی.
پښتو نړیوال کنفرانس د پښتو ادبي چمن ټل، او د خیبر پښتونخوا د فرهنګ و اطلاعاتو وزارت په مټ کېږي.
د نړیوال کنفرانس پرانیسته د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین کړې ده.
دا غونډه به دوه ورځې دوام لري.
د غونډې په اړه د مشال راډیو خبریال غلام غوث رپورټ را استولی دی چې لاندې یې اورېدای شئ:
غونډې ته راغلیو ګډون والو له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال خپل نظرونه څرګند کړل چې تاسې یې لاندې اورېدای شئ:
په غونډه کې د افغانستان، جرمني، برتانیې، امریکا او له خلیجي هیوادونو راغلي ادیبان، دانشوران، او شاعران ګډون کوي.