د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عوامي نشنل پارټۍ په غونډه کې چاودنه ۵ تنه وژل شوي


د خیبرپښتونخوا په نوښار کې د عوامي نېشنل ګوند پر یوه غونډه په چاودنه کې پنځه کسان کې وژل شوي او تر لسو زیات ټپیان دي.

د مشال ریډیو خبریال وايي، د ریموټ کنټرول دا چاودنه هغه مهال وشوه چې کله د جلسې ختمېدو وروسته خلک د غونډې له ځایه په وتو وو.

په چاودنه کې ځینې خلک ډېر سخت ژوبل دي چې ښايي د مړیو شمېر نور هم زیات شي.

د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی امیر حېدر هوتي تر چاودنې وړاندې د جلسې له ځای څخه روان شوی وو.
XS
SM
MD
LG