د لاسرسي ځای

تازه خبر

دسوات موزیم بیا جوړېږي


د خیبر پښتونخوا صوبايي وزیر سیدعاقل شاه د موزیم کار بنیاد کېښود
د خیبر پښتونخوا صوبايي وزیر سیدعاقل شاه د موزیم کار بنیاد کېښود

نیاز احمد خان - سوات

د سوات د لرغونو آثارو موزیم بیا جوړولو کار د اټلي حکومت په مرسته پيل شو چې د یوه کال په موده کې به سر ته ورسېږي.

د سوات په سیدو شریف کې دلرغونو آثارو موزیم ددغه ریاست د والي په وخت کې جوړ شوی وو چې په ۲۰۰۹م کال د وسله والوطالبانو لخوا وران کړل شو.

له دې وروسته حکومت ددغه موزیم ګڼې لرغونې نمونې چې پکې د ګندهارا لرغونې هنري نمونې هم شاملې وې د یو شمېر نورو هغو په ګډون د پېښور او ټېکسلا موزیمونو ته وړل شوي وو.

ددغه پروژې مشري د اټلي حکومت یو استازی ډاکټر لوکا ماريا کوي.دی وايي چې د دوی هیواد د سوات والي له وخته ددغه موزیم مالي مرسته کوي او اوس یې د خیبر پښتونخوا له حکومت سره یو تړون لاسلیک کړی چې له مخې به یې تر ۲۰۱۴م کال پورې په سوات کې د یو شمېر لرغونو ځایونو ساتنه او یو موزیم جوړوي.


دغه نوی موزیم به د مخکینۍ نقشې له مخې جوړېږي چې د روانې اونۍ د نهې په ورځ (۷فبروري) یې د خیبر پښتونخوا صوبايي وزیر سیدعاقل شاه د کار بنیاد کېښود.

هغه وویل چې ددغه نوي موزیم له جوړېدو سره به نه یوازې ددغه سیمې لرغوني تاریخي آثار خوندي شي بلکې د سیلانیانو راتګ هم سیوا شي او د ځايي خلکو روزګار به پراخ شي.

د سواستوآرټ او کلچر ټولنې مشر عثمان ولسیار وايي ، چې دسوات موزیم د افغانستان د باميانو وروسته دویمه لویه لرغونې شتمني ده، او دلته دبدها دپښود خپ نمونه پرته ده چې دا دبدهامذهب منونکولپاره ډيره مقدسه ده.

د هغه په خبره موزیم د يوقام کلتور انځوروي او د بیا جوړول کار یې ستاینې وړ دی.
XS
SM
MD
LG