د لاسرسي ځای

تازه خبر

له پاکستانه ۵۳۵ افغانان جرمني ته لېږدول کېږي


په جرمني کې د افغانان د ملاتړ لپاره مظاهره - انځور له ارشيفه
په جرمني کې د افغانان د ملاتړ لپاره مظاهره - انځور له ارشيفه

د جرمني د کورنیو چارو وزیر د کورنیو چارو وزیر الېکساندر دوبرېنډټ ويلي چې په راتلونکو دوو اونيو کې به هغه ۵۳۵ پاکستان مېشتي افغانان برلېن او نورو ښارونو ته ولېږدوي چې د پناه غوښتنه یې کړې ده.

ډویچه وېله او ځينو نورو جرمنیو رسنيو د راپورونو له مخې، دوبرېنډټ د ډېسېمبر پر ۱۸مه له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، په دې اړه له پاکستانیو چارواکو سره په تماس کې دی.

هغه البته هغه ويلي چې ښايي ځينو افغان پناه غوښتونکو د اسنادو ارزیابي او نور کار د ۲۰۲۵ز کال تر اخره خلاص نه شي او هغوی په راتلونکي کال کې جرمني ته ولاړ شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ډېسېمبر پر ۱۶مه هم ۱۶۰ افغانان په ځانګړو الوتکو کې جرمني ته ولېږدول شول.

په پاکستان کې شاوخوا ۶۵۰ نور داسې افغانان دي چې برلېن یې پخوا جرمني ته د لېږدولو ژمنه کړې وه، خو د جرمني د کورنیو چارو وزارت د ډېسېمبر پر ۱۱مه وويل د هغو افغانانو په جرمني کې د مېشتولو لپاره نوره "سیاسي علاقمندي يا دلچسپي" نه شته.

تر دې دوه ورځې وروسته جرمني ځينو پاکستان مېشته افغانانو ته په ليکلي بڼه ويلي ول چې د هغوی کارونه یې درولي او ویزې نه ورکوي. د بخښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنیشنل) پر دې نيوکې کړې وې.

جرمني ته د تګ په هيله په پاکستان کې ډېری هغه افغانان مېشت دي چې د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه د طالبانو له خوا د افغان حکومت تر نيولو مخکې یې په تېر جمهوري دولت کې له جرمني اړوندو اداره سره کار کړی وو. هغو پناه غوښتونکو ويلي چې افغانستان ته په ستنېدو یې ژوند له خطر سره مخامخېدای شي.

XS
SM
MD
LG