د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو یو مهم کمندان عمران ګنډپور ووژل


د خیبر پښتونخوا د ډيره اسماعيل خان پوليس وايي چې په بيلابیلو جرمونو کې تورن عمران ګنډا پور يې وژلی دی.

د پولیس چارواکي وايي پرون د خالي په ورځ ماښام شاخوا شپږ بجې دا پېښه هله رامنځ ته شوه چې کله پر دوو موټرسایکلونو سپورو ده او د هغه درو نورو ملګرو له قرطبه کالج سره نژدې د پولیس یو چارواکی حوالدار جهانګیر ووژلی.

دوی له د پېښې له ځایه نه وو تېښتدېدلي چې د پولیس سرتېرو له ایګل سکواډ سره یې مخه شوه او پر یو بل یې ډزې وکړې او دوه لاسي بمونه یې هم پر پولیس ورغورزول.

د پولیس چارواکو له مشال ریډيو سره په خبرو کې وویل چې د ایګل سکواډ د پولیس سرتېرو د ډزو په نتیجه کې د وسله والو یو ملګری چې وروسته د عمران ګنډه پور په نامه وپېزندل شو ځای پر ځای ووژل شو.او نور درې کسان چې یو یې ټپي شوی هم وو په تېښته بریالي شول.

د پښتونخوا صوبې پولیس په بیا بیا د ځانمرګو بمي بریدونو او چادونو ښکار شوي دي
د پښتونخوا صوبې پولیس په بیا بیا د ځانمرګو بمي بریدونو او چادونو ښکار شوي دي

پولیس سرتېرو له وسله والو یو موټر سایکل ،درې لاسي بمونه یوه تمانچه،او دوه موبایل سیټونه ترلاسه کړي.

د ډير اسماعيل خان د پوليسو ډپټي انسپکټر جنرل، امتياز شاه وايي، چې عمران ګنډه پور په څه نا څه ۲۰ کېسونو کې چې پکې ځانمرګي او بمي بریدونه دي مطلوب وو وژل شوی دی.هغه د سپاه صحابه سره وو او بیا وروسته د ګنډه پور د طالبانو سره یوځای شو.پر درابڼ تاڼې ،کلاچۍ تاڼې بریدونه هم ده کړي وو.د کلاچۍ د پېښې دوه خودکش هم ده راوستي وو.

نوموړي زیاته کړه چې په روانه میاشت کې دا د ډېره اسماعیل پولیس سرتېرو دریمه لویه کامیابي ده چې ترسره کوي یې.

همداراز په يوه بله پيښه کې د پاکستان د نیمه قبایلي سیمې ایف آر ټانک په جنډوله کې یو پوځي د ښخ شوي بم په چاودنه کې وژل شوی دی .د چارواکو په وينا پيښه په ناصر اباد کلي کې هغه وخت رامنځته شوه چې په سیمه کې د لټون عملیات روان وو.
XS
SM
MD
LG