د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر کې یو بل سرکاري سکول والوزول شو


پروسږکال په ډسبمبر میاشت په خیبر کې باچاخان سکول هم وسله والو په بمونو والوزولو.
پروسږکال په ډسبمبر میاشت په خیبر کې باچاخان سکول هم وسله والو په بمونو والوزولو.

د خیبر پولیټیکلۍ چارواکي وايي، چې د ایجنسۍ په لنډي کوتل شیخ مل خیل سیمه کې یو بل د هلکانو پرایمري سرکاري سکول د نا څرګنده وسلوالو لخوا په بمونو الوزول شوی دی.

دوی وايي له چاودنې وروسته د خاصه دار ځواک کسان د پلټنې لپاره ښوونځي ته وررغل چې هلته په وره کې ورباندې د وړاندې ښخ شوی بل بم هم وچاودیدو چې په نتیجه کې یې یو خاصه دار ووژل شو او یو بل خاصه دار او یو ولسی وګړی ژوبل شول.

د دغې پیښې پړه لا تر دي دمه چا په غاړه نه ده اخیستې خو اکثره د بمي چاودنو پړه د پاکستان سرکار پر طالبانو اچوي او اکثره طالبان هم د دغه چاودنو ذمه واري پر خپله غاړه اخلي.

د خیبر ایجنسۍ د تعلیمي څانګې دفتر وايي ،تر اوسه په خیبر ایجنسۍ کې په دوه اتیا(۸۲) سرکاری سکولونو بمي چاودنې شوې دي چې خوا وشا اووه پنځوس (۵۷) پکې مکمل له منځه تللي دي.

دامهال د پښتنو د قبایلي سیمو په ګډون د پښتونخوا په لروبر کې په سلګونه ښوونځي وکالجان او نورې سرکاري ودانۍ د وسله والو طالبانو لخوا په چونکو توکیو الوزول شوې دي.

تعلیمي ادارو ته تر ټولو لوی زیان او نقصان په سوات کې رسېدلی دی چېرته چې د طالبانو د لنډمهالې ولکې پرمهال هغه دسوات د والي میا ګل عبدالحق جهانزیب د وخت بهترینه سکولونه او کالجونه په بمونو والوزول شول.چې د یوې اندازې له مخې څلورنیم سوه سکولونه او کالجونه تباه کړل شو او نزدې اویا زره زدکونکي له تعلیمه بې برخې کړل شوي دي.

په قبایلي سیمو لکه مومندو،اورکزو،باجوړ اود خیبر په ګډون په نورو هغو کې دا مهال د سلګونه وران شویو سکولونو په زرګونه زدکونکي یاخو تر شنه اسمان لاندې په ساړه یخ او ګرمي کې سبقونه زدکوي او یا هم له سره سکول نه لري.
XS
SM
MD
LG