د لاسرسي ځای

تازه خبر

سعودي روغتون یو ژوبل مزدور کورنۍ ته نه سپاري


د سید جمال اپریدي زامن له حکومته غواړي پلار دې ورته راوړي.
د سید جمال اپریدي زامن له حکومته غواړي پلار دې ورته راوړي.
فرهاد شینواری، مشال راډیو

لواړګی - د قبایلي سیمې خیبر د جمرود د سیمې د ۴۰ کالن سید جمال اپریدي کورنۍ وايي، نوموړی د ګاډي د پېښې له کبله د سعودي عرب په یوه روغتون کې د مرګ و ژوند په کشمکش کې دی او د روغتون عمله یې دوی ته نه سپاري.

د سید جمال کورنۍ وايي، د روغتون عملې ورته ویلي، روغتون په نوموړي د درملنې لپاره یو لک او ۴۵ زره ریاله لګولي دي. او چې دا پیسې ورکړي نو تر هغې وروسته به سید جمال دوی ته وسپاري.

د نوموړي کورنۍ وايي، دومره وس نه لري چې دا پیسې روغتون ته ورکړي. د سید جمال اپریدي ۱۵ کالن زوی سراج اپریدي مشال راډیو ته وویل: ((ټوله کورنۍ مو [له] خپګان سره مخامخ ده. او وس مو نشته چې خپل پلار د سعودي عرب [له] روغتونه راوړو، د پاکستان او سعودي حکومتونه دې را سره مرسته وکړي.))


د نوموړي د کورنۍ یو بل کس وارث اپریدی وايي: ((سید جمال اپریدی د سعودي عرب په خمیس مشیت مهایل ښار کې په اسیر نومي روغتون کې پروت دی. یو لک او ۴۵ زره ریاله چې شا و خوا ترې ۳۵ لکه پاکستانۍ روپۍ جوړېږي، [دا له موږ] غواړي. خو موږ یې وس نه لرو.))

د سید جمال اپریدي د کورنۍ د دې مشکل په اړه مو چې د جمرود له مرستیال پولیټیکل اېجنټ محمد جمیل سره اړیکی وکړ نو ده وویل: (( د کورنۍ کوم [غړی] دې زما دفتر ته راشي، زه به ورسره مرسته وکړم.))

د پاکستان د پیپلز ګوند غړی او د قبایلي سیمې له طرفه د قامي اسمبلۍ غړی اخونزاده چټان وايي: ((د سعودي عرب هغه روغتون ته په کار دي چې سید جمال اپریدی خپلې کورنۍ ته ورکړي. او که کورتۍ یې له ما سره رابطه وکړي نو زه به د دوی مشکل د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او په اسلام اباد کې د سعودي عرب سفارتخانې ته وړاندې کړم، او پوره پوره مرسته به یې وکړم.))


د سید جمال کورنۍ وايي، نوموړي په خلیج کې مزدوري کوله. د کویت او سعودي عرب تر منځ یې لارۍ چلوله چې څلور میاشتې مخکې په سعودي عرب کې د پېښې ښکار شو او سخت ژوبل شو. دی یو روغتون ته وړل شوی وو چې اوس هم په کې پروت دی.
XS
SM
MD
LG