د لاسرسي ځای

تازه خبر

القاعده وايي تحسین بن عبدالعزیز د ډرون برید وواژه


القاعده وايي تحسین بن عبدالعزیز د ۲۰۱۱ م کال د اګست پر لومړۍ نېټه د شمالي وزیرستان په اعظم ورسک کې د ډرون برید وواژه
القاعده وايي تحسین بن عبدالعزیز د ۲۰۱۱ م کال د اګست پر لومړۍ نېټه د شمالي وزیرستان په اعظم ورسک کې د ډرون برید وواژه
القاعده شبکې او تحریکې طالبان پاکستان مشال ریډیو ته په یوه استول شوي لیک کې ويلي چې د روان کال د اګست میاشتې په لومړۍ نېټه د شمالي وزیرستان د اعظم ورسک په سیمه کې د القاعده یو مهم کمندان تحسین بن علي عبدالعزیز د یوه بل بهرني حسین عراقي په ګډون له خپل یو بل ځايي ملګري سره یو ځای د امریکايي بې پایلټه الوتکې په یو برید کې وژل شوي دي.

په استول شوي لیک کې د تحسین بن علي عبدالعزیز په اړه دا هم لیکل شوي دي چې کله اسامه بن لادن ووژل شو نو هغه د سهیلي وزیرستان واڼه ته ولاړ .

هغه هلته د مالي مرستو برابرولو ترڅنګ په سیمه کې مېشت عرب وسله والو ته روزنه ورکوله چې په یو ګاډي کې د تګ پر مهال له خپلو ملګرو سره یو ځای د بې پایلټه امریکايي الوتکو د برید ښکار شو.
XS
SM
MD
LG