د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مومندو برید: پلټنې روانې دي، بښنه غواړو: امریکا


د مومندو تر پېښې وروسته پاکستان ناټو ته سپلایي هم ودروله.
د مومندو تر پېښې وروسته پاکستان ناټو ته سپلایي هم ودروله.
ګل ایاز، مشال راډیو

پراګ
- امریکا د ناټو له طرفه په هوايي برید کې د پاکستان د ۲۴ سر تېرو د وژلو پر پېښې د بښنې غوښتو خبره رد کړې او سپینې ماڼۍ ویلي په دې اړه لا پلټنې روانې دي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جې کارنې، د پنجشنبې په ورځ ویلي د اوباما حکومت له پاکستان سره د پېښې په اړه غمرازي کړې ده.

ده وویل، دا به تر وخت مخکې وي چې امریکا له پاکستانه د پېښې په اړه د بښنې پر غوښتنې غور وکړي.

جې کارنې وویل، دا ځکه چې لا د پېښې پلټنې روانې دي او تر پلټنو وروسته به پته لګي.

په یوه بیل ویډیويي پیغام کې، په اسلام اباد کې د واشنګټن سفیر کیمرون مونټر په مومندو کې د شوي برید په اړه خواشیني څرګنده کړې ده.

پاکستان تورې پورې کوي چې د نومبر په ۲۶مه له افغانستان سره پر پولې دا برید قصداً شوی دی.

امریکا او ناټو دا تور ردوي او وايي، کېدای شي څه تېروتنه شوې وي او دا چې لا پلټنې نه دي بشپړې.

د مومندو تر پېښې وروسته پاکستان، امریکا ته وویل چې په ۱۵ ورځو کې دې د بلوچستان شمسي هوايي اډه خالي کړي. پاکستان، په افغانستان کې مېشتو بهرنیو ځواکونو ته د تېل او سامان وړونکو ټانکرو او ګاډو پر مخې د تورخم او چمن لار هم تړلې ده.

همدا راز، پاکستان د ډیسمبر په پینځمه د جرمني په بون کې د افغانستان په اړه له کېدونکي کنفرانسه هم پرېکون اعلان کړی دی.

امریکا بیا د پاکستان د دې ګام په ځواب کې ویلي، له پاکستانه پرته به هم د بون کنفرانس بریالی وي.
XS
SM
MD
LG