د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پرته به هم د بون غوڼده کامیابه وي.امریکا


د امریکا په واشنګټن کې سپینه ماڼۍ
د امریکا په واشنګټن کې سپینه ماڼۍ
بشير ګواښ ګواښ - پراګ

امريکا وايي، که پاکستان د بون په کنفرانس کې برخه وانخلي نو بيا به هم دافغانستان د رتلونکې په اړه کيدونکي دا غونډه ښه او په خپل وخت وشي. بل خوا پاکستان په مومندو کې د ناټو له خوا د ۲۴ پاکستاني پوځيانو د وژلو له امله دوی ته سامان وړونکي ټرکونه لا هم همغسي ودرولي پريښي.

د امريکا د بهرنيوو چارو وزارت وايي چې په پاکستان کې د امريکا سفير د پاکستانيو چارواکو سره د دې لپاره کتلي چې هغوی د بون په غونډه کې د برخه اخيستلو لپاره راضي کړي.

ياده دي وي چې پاکستان په مومندو کې د ناټوپه بريد کې د ۲۴ پوځيان د وژل کيدو په احتجاج کې د افغانستان په اړه د دسمبر د مياشتې پر پنځمه نيټه کيدونکي بون کنفرانس کې د نه ګډون پريکړه کړي.

د امريکا د بهرنيوو چارو د وزارت مرستيال وياند مارک ټونر په يوه خبري غونډه کې وويل چې غواړي پاکستان د بون په کنفرنس کې برخه واخلي او د دې لپاره يې په سفير د پاکستان د بهرنيوو چارو د وزيرې او ولسمشر سره کتلي دي. خو نوموړي زياته کړه که د بون په کنفرنس کې پاکستان نه وي نو د افغانستان په اړه دا غونډه به همداسې په خپل وخت پر مخ ولاړه شي.
هغه وويل:

((موږ اوس هم باور لرو چې دا به يوه بريالۍ غونډه وي.پنځه اتيا هيوادونه او پنځلس نړيوالې ادارې به د بون په کنفرنس کې برخه ولري. دوی ټولو د افغانستان د ښې راتلونکې لپاره قوي ملاتړ ښودلی خو موږ غواړو پاکستان هلته ووينو. موږ باور لرو چې پاکستان د دې بهير يوه مهمه برخه ده او زموږ په خيال دا د پاکستان په ګټه ده چې په دې کنفرنس کې برخه واخلي. په اسلام اباد کې د امريکا سفير د پاکستان د بهرنيوو چارو د وزيرې سره کتلي. له دې وړاندې يې د ولسمشر آصف زرداري سره کتلي وو. که څه هم زه د دوی د ملاقاتونو په اړه تفصيل نه شم درکولی خو دا ويلي شم چې دوی د ناټو د بريد او د بون کنفرنس په اړه خبرې کړي. ))

د امريکا د بهرنيوو چارو وزيرې هيلري کلنټن، جرمني او افغانستان هم په پاکستان غږ کړی چې د بون په کنفرانس کې د نه ګډون پريکړه دې واپس واخلي.

پاکستان په بون کنفرنس کې د ګډون د نه کولو ترڅنګ په افغانستان کې ناټو ته سامان وړونکي ټرکونه هم درولي دي او د امريکا له خوا استعماليدونکيو شمسي هوايي ميدان د خالي کولو خبره يې کړي.

د پاکستان وزيراعظم يوسف رضاګيلاني پرون خبريالانو سره په خبرو کې وويل چې امريکا ته يې د دغه ميدان د خالي کولو لپاره وخت ورکړی.

((د شريکو ځواکونو د کميټې له خوا امريکا ته يو ليک ليږل شوی چې د دسمبر تر يوولسمې نيټې پورې دغه ميدان خالي کړي.))

د نوموړي په وينا که افغانستان د سياسي جوړ جوړې خبرې کوي نو پاکستان به يې ترڅنګ ولاړ وي. د بون په کنفرنس کې به د نورو موضوعاتو ترڅنګ په افغانستان کې د وسله والو طالبانو سره د روغې جوړې په اړه خبرې کيږي.

د پاکستان د دفاع وزير ويلي که امريکا د ناټو د کړي بريد له امله بخښنه وغواړي نو ناټو ته به د سامانانو د ليږلو اجازه ورکړي خو امريکا لا تر اوسه په دې اړه له معافۍ غوښتلو ډډه کړي او ويلي يې دي چې د پيښې په اړه يې څيړنې پيل کړي دي.

XS
SM
MD
LG