د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عوامي نیشنل ګوند غړی په ځانمرګي برید کې ووژل شو


په کراچۍ کې د عوامي نېشنل ګوند یوه ستره غونډه
په کراچۍ کې د عوامي نېشنل ګوند یوه ستره غونډه
د خیبر پښتونخوا د صوابۍ ضلعې کې ګدون امازی پخوانی ناظم او د عوامي نېشنل پارټۍ د صوابۍ ضلعې سنیر نایب صدر ملک حنیف ګل جدون له خپل یوه ساتونکي سره یو ځای په یوه ځانمرګي برید کې وژل شوی او شپږ نور ژوبل دی چې پکې د هغه ماشوم زوی احمد حنیف او یوه بل کس سخت ژوبل دي.

د پېښور لیډی ریډینګ هسپتال ډاکټران وايي چې احمد حنیف یې د نیورو سرجري وارډ کې داخل کړی چې د دوی په خبره پر سر یې ټپي شوی دی.

پېښه هله رامنځ ته شوه چې کله حنیف ګل جدون د اختر له لمانځه د کور پر خوا روان وو نو یو ځانمرګي ورته د ګدون امازي په ملک آباد سیمې د لارو په بوټو کې خپل ځان پټ کړی وو او دهغه د ګاډي له ورسېدو سره سم یې ورباندې خپل ځان وچولو.

د ملاکنډ د طالبانو ویاند سراج الدین د مشال خبریال ریاض ګل ته په ټیلیفون وویلي چې دا برید د دوی لخوا شوی دی.

رپوټونه وايي د حنیف ګل جدون مړی به نن په څلور بجې ماځیګر خاورو ته وسپارل شي.

عوامي نېشنل پارټۍ ددغه پېښې غندنه کړې او تر یوې اونۍ (هفتې) پورې یې د ویر اعلان کړی.او په صوابې ضلعه کې یې د ګوند ټول مصروفیات درولي دي.

په پښتونخوا،قبایلي سیمو ،بلوچستان اود سیند صوبې په ستر ښار کراچۍ کې په بیا بیا د عوامي نېشنل پارټۍ غړي د ځانمرګو بریدګرو او هدفي وژونکو لخوا په نښه کېږي چې تر اوسه خپله ددغه ګوند مشرتابه لکه اسفندیارخان،افراسیاب خټک، بشیر بلور میا افتخارحسین له ځانمرګو بریدونو روغ راوتي دي.

عوامي نېشنل ګوند د وسله والو ترهګرو خلاف سخت دریځ لري چې د څېړونکو په خبره له همدې وجې دغه ګوند د ترهګرۍ ښکار کېږي.
XS
SM
MD
LG