د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا وګړي دوه نیم کروړو ته ورسېدل


د بیټ نیکه دعا : دا وګړي ډېر کې خدایه لویه خدایه لویه خدایه
د بیټ نیکه دعا : دا وګړي ډېر کې خدایه لویه خدایه لویه خدایه

خالیدخان ـ پېښور

د خیبر پښتونخوا د شماریاتو اداره وايي چې سږ په تېرو ۱۲ کالونو کې د صوبې د وګړو شمېره سږ په ۲۰۱۱م کال کې دوه نیم کروړه (۲۵ میلیون )ته رسېدلې ده.چې په ۱۹۹۸م کال یې د وګړو شمېر یو کروړ اویا لکه (۱۷ میلیون )وو.

دوی وايي که په آبادۍ کې په همدغه رفتار سره روانه وه نو په راتلونکو لسو کالو کې به یې د وګړو شمیر یو په دوه زیات شي.

موږ له ملا نه ډېر متاثره یو،ملا خو موږ ته وايي چې وروره که دې خانداني منصوبه بندي وکړه نو لاړې له اسلامه ووتې٬٬.

د ملګروملتونو دیونیسېف ادارې لخوا تېره اونۍ د خپاره شویو څېړنو له مخې د نړۍ د نفوسو شمېره اوه (۷)ارب ته رسېدلې ده چې لویه برخه یې په ایشیا، افریقا او غریبو هیوادونو کې ده.

له مشال ریډیو سره په خبرو کې د پښتونخوا صوبې د شماریاتو ادارې مرستیال مشر محمد فاروق وویل چې په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې د وګړو شمېر هر کال درې په سلو کې زیاتېږي.چې دده په خبره د زیاتې آبادۍ په تناسب وسایل کمېږي.

محمدفاروق وايي په خیبر پښتونخوا کې لاد وړاندې د تعلیم،صحت او نورو شعبو کې اسانتیاوې لاد وړاندې د نشیت برابرې دي.

دی وايي، په پښتونخوا کې یوه هسپتال سړي سر یو کټ د څه نا څه ۱۷۰۰ کسانو لپاره دی.او د ۲۵۰۰ کسانو لپاره یو ډاکتر دی او فاټا کې د ۷۲۵۰ کسانو لپاره یو ډاکتر دی.٬٬

په پېښور کې د دروېش جومات او مدرسې عالم مفتي سبحان الله جان وايي چې اسلام د ماشومانو په پیدا کولو کې د مناسب وقفې خلاف نه دی .

په آبادۍ کې د زیاتوالي وجه د تعلمي کمي ،ناپوهي په پښتنو کې د هلکانو پیدا کول دي.چې د شماریاتو د چارواکي محمدفاروق په خبره د ابادۍ په کنټرولولو کې د ملایانو کردار ډېر ضروري دي.

دی زیاتوي، موږ له ملا نه ډېر متاثره یو،ملا خو موږ ته وايي چې وروره که دې خانداني منصوبه بندي وکړه نو لاړې له اسلامه ووتې٬٬

خو په پېښور کې د دروېش جومات او مدرسې عالم مفتي سبحان الله جان وايي چې اسلام د ماشومانو په پیدا کولو کې د مناسب وقفې خلاف نه دی .دی وايي ، که ښځه او خاوند د یوه مناسب عذر له وجې یو مناسب وقفه غواړي نو اسلام ددې خلاف نه دی.مثلا که یوه ښځه کمزورې وي،یا یو ماشوم یې وي او د بل تر راتلو پورې انتظار کول غواړي ،هغه که دوه کاله وي یا درې کاله وي په دې کې هیڅ قباحت نشته خو که د مور له خیټې بچه دانۍ وېستل وي نو اسلام قطعا ددې خبرې اجازت نه ورکوي٬٬.

خو د یادولو وړ ده چې په پاکستان کې ډېری ملایان د خانداني منصوبه بندي خلاف دي.
XS
SM
MD
LG