د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان:د ډرون الوتکې برید څلور وسله ووژل


ډرون الوتکې د مشکوکه وسله والو ترهګرو پر ضد یوه موثره وسله بلل کېږي
ډرون الوتکې د مشکوکه وسله والو ترهګرو پر ضد یوه موثره وسله بلل کېږي
مجيب الرحمان انګار،پيښور

د پاکستان په قبایلي سیمه شمالي وزیرستان کې سرکاري سرچینې وايي د مشکوکه امريکايي بې پيلوټه الوتکو په یوه تازه برید کې څلور وسله وال طالبان ووژل شول.

یوه سرکاري چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال ریډیو ته ويلي چې برید نن د اتوار په ورځ د ایجنسۍ په یوه لرې پرته سیمه کې د افغانستان پولې ته څيرمه شوی.

دوی زیاتوي یوې مشکوکه بې پيلوټه الوتکې هغه موټر چې څلور تنه وسله وال طالبان پکې سپاره وو د دته خیلو په ډوګه مداخیل سیمه کې په نخښه کړ او دوه توغندي یې پرې وتوغول.

دسرکاري سرچینو د معلوماتو له مخې په نخښه شوی موټر چې ګومان کیږي له ناڅرګند لوري څخه دخپل یوه مرکز پر لور روان و دلارې په اوږدو کې تر برید لاندې راغی او پکې سپاره څلور واړه وسله وال ووژل شول.

د یوې پوښتنې په ځواب کې چې وژل شوي وسله وال ځايي که بهرني وو،دغې سرچینې وویل چې که څه هم په شمالي وزیرستان کې د بیلابیلو هیوادونو وسله وال جنګيالي شتون لري خو تر اوسه ددې کسانو د پېژندګلو په اړه کره معلومات ندي تر لاسه شوي.
پر شمالي وزیرستان دا برید په داسې حال کې شوی،چې د تیرې پنجشنبې په ورځ دغو الوتکو په جنوبي وزیرستان کې په یوه ورته برید کې پينځه تنه وسله وال طالبان وژلي وو.

باوري سرچینې وايي چې دزیارت/پنجشنبې په برید کې د جنوبي وزیرستان د طالبانو د مشر ملانذير کشر ورور حضرت عمر وزیر،ددې ډلې مرستیال خان محمد او ددرې تنه نور مهم قوماندانان وژل شوي.

د ملانذير ډلې په باب ویل کېږي چې په جنوبي وزیرستان ګڼ شمير جنګيالي لري خو د یوه تړون له مخې له پاکستاني ځواکونو سره کار نه لري او يواځې په افغانستان کې جنګيږي.

بلخوا د یو بل خبر له مخې نن سهار په شمالي وزیرستان کې د دولتي ځواکونو پر یوه موټر د سړک د غاړې ماین چاودلی چې د ځايي امنيتي مسوولینو د معلوماتو له مخې درې تنه سرتیري پکې ټپيان شوي او یو موټر یې ویجاړ شوی.

د پاکستان پر قبایلي سیمو د بې پيلوټه الوتکو بریدونو چې پيل یې په ۲۰۰۴ کال کې له جنوبي وزیرستانه شوی په دې وروستیو کې په داسې حال کې یوارې بیا زور اخیستی،چې اسلام اباد او واشنګټن هڅه کوي خپلې ټکنۍ شوې اړيکې بیرته پخواني ځای ته راولي.


د امريکا متحد ایالات له پاکستانه په وزیرستانونو کې د سخت دریځو وسله والو ډلو پرضد دپوځي عملیاتو غوښتنه کوي او وايي چې دغو ډلو د افغانستان امنیت له ګواښ سره مخ کړی،خو پاکستان په بیلابیلو دلایلو له سمدستي پوځي عملیاتو انکار کوي.
XS
SM
MD
LG