د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزیرستان: په برید کې د ملا نذیر ورور وژل شوی


د وسله والو طالبانو یو مشر ملا نذیر په واڼه کې خبري غونډې ته وینا کوي. دا انځور د ۲۰۰۷ کال دی. د ملا نذیر ورور، حضرت عمر په تازه برید کې وژل شوی دی.
د وسله والو طالبانو یو مشر ملا نذیر په واڼه کې خبري غونډې ته وینا کوي. دا انځور د ۲۰۰۷ کال دی. د ملا نذیر ورور، حضرت عمر په تازه برید کې وژل شوی دی.
منور شاه، مشال راډیو

واڼه
- پر قبایلي سیمې شمالي وزیرستان د بې پیلوټه مشکوکه امریکايي الوتکو برید شوی دی.

له سیمې د مشال راډیو خبریال وايي، برید د پنجشنبې پر سهار ۹:۳۰ بجې شوی دی او په کې یو ګاډی په نښه شوی دی.

د پولیټیکل انتظامیې د چارواکو له وینا سره سم، په دې برید کې شپږ مشکوک اورپکي وژل شوي دي.

انتظامي چارواکي وايي، په دې برید کې د جنوبي وزیرستان د وسله والو طالبانو د یوې ډلې د مشر ملا نذیر کشر ورور حضرت عمر، او د هغه د ماما زوی خان محمد هم وژل شوی دی.

په دې برید کې دوه مشکوک اورپکي ژوبل شوي هم دي.

په دې وروستیو کې پر جنوبي وزیرستان هم د بې پیلوټه امریکايي الوتکو بریدونه شوي دي، تر دې مخکې کله نا کله به پر جنوبي وزیرستان برید وشو او اکثره دا حملې پر شمالي وزیرستان کېدې.

د شمالي وزیرستان په اړه ویل کېږي چې دا د حقاني اورپکې ډلې مرکز دی.
XS
SM
MD
LG