د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: د سکول پر بس برید ګڼ زدکونکي مړه او ژوبل


د متنو د سکول واړه واړه ماشومان چې پر سکول بس په برید کې ژوبل شول
د متنو د سکول واړه واړه ماشومان چې پر سکول بس په برید کې ژوبل شول
مجیب الرحمان انګار،پيښور


د پيښور امنيتي چارواکيي وايي د ښوونځي(سکول( د زده کوونکیو پربس د ناڅرګندو وسله والو په برید کې ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د پيښور د امنيتي چارو مسوول یا ډي سي او سراج احمد خان د معلوماتو له مخې د سه شنبې په ماسپيښن پيښور ته څیرمه په متنو نومي سیمه کې د یوه خصوصي ښوونځي زده کوونکي تر رخصتۍ وروسته د ښوونځي په لارۍ ډوله موټر کې د خپلو کورونو پر لور روان وو چې په ځنګلي سیمه کې د ناڅرګندو کسانو له خوا تر راکټي برید لاندې راغلل.

نوموړي چې د پيښور په جرنیلي روغتون کې یې د ټپيانو لیدنه کوله ،مشال ریډیو ته وویل ، دوه تنه زده کوونکي او د موټر چلوونکی ځای پر ځای وژل شوي،اتلس تنه په ټپي حالت کې روغتون ته رارسول شوي چې یوه یې د سختو ټپونو له امله سا وکړه او پاتې اوولس تنه نور یې تر درملنې لاندې دي٬٬

نوموړی وايي په ټپيانو کې یوشمیر لارویان هم شامل دي او دا لا نده معلومه چې څوتنه یې زده کوونکي او څو نور یې لارویان دي.
بلخوا د جرنیلي روغتون د اېمرجنسي وارډ یوه ډاکتر چې نه یې غوښتل غږ یې ثبت شي ازادي راډیو ته وویل چې د ټپيانو په ډله کې د یاد ښوونځي دوه تنه نارينه ښوونکي هم شامل دي.

متنو د پيښور ښار او آدم خیلو درې ترمنځ نیمه قباییلي سیمه ده چې له ښاره شاوخوا شل کلومیتره فاصله لري.

د یاد ښوونځي یوتن زده کوونکي چې په دې برید کې ټپي شوی له مشال راډیو سره په خبرو کې خپل د سترګو لیدلی حال داسې بیان کړ ،له ښوونځي راووتو، د لارې پر سر ناڅاپه زموږ پر موټر ډزې وشوې،د موټر چلوونکي د وژل کیدو له امله مو موټر ودرید،موږ سړک ته څیرمه د یوه کمره پر لور منډه کړه نو له شایې هم راپسې ډزې وکړې،نور پوی نشوم چې څوک ولګیدل او څوک مړه شول

ارشد عالم وايي برید کوونکيو لومړی پرې د سپکو وسلو ډزې وکړې او دبس چلوونکي تر وژلو وروسته یې پرې راکټ هم وتوغاوه،خو سراج احمد خان بیا د نوموړي د سترګو لیدلی حال نه مني او وايي چې یواځې له لرې پرې راکټ توغول شوی ، تر پيښې وروسته پولیس سیمې ته رسیدلي او ماته چې کوم راپور راکړل شوی دهغه له مخې یواځې یو راکټ توغول شوی او هیڅ داسې نخښې نښانې نه لیدل کیږي چې ګواکې د سپکو وسلو ډزې دې هم شوې وي

که څه هم تر اوسه چا ددې برید مسوولیت ندی منلی خو په دې سیمه کې له تیرو څو کلونو راهیسې د ځايي خلکو او د باړې سیمې د یوې سخت دریځې وسله والې ډلې ترمنځ څو وارې خونړۍ جګړې شوې.

له دې وړاندې هم په دې سیمه کې پر ولسي خلکو ځانمرګي بریدونه او بمي چاودنې شوي او په لسګونو تنه یې وژلي.


بلخوا د خيبر پښتونخوا په کوز دير کې د عوامي نيشنل ګوند يو مشر او د ضلعي ذکوات چيرمين په بمي بريد کې وژل شوی دی.

چارواکي وايي چي دا پيښه نن سهار شاوخوا لس نيمي بجي د کوز دير له ميدان سره نږدي په بانډه کلي کي رامينځ ته شوې ده. دوی وايي د اې اين پي ځايي مشر شيرخان له کوره په ګاډي کي روان وو چي د سړک غاړي ښخ شوی بم ښکار شو.

دوی زياتوي په بريد کي شير خان سخت تپي شو چي وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه. په دير کي تردې وړاندي هم د عوامي نيشنل ګوند په غونډو او مشرانو بريدونه تر سره شوي چي پړه يي وسله والو طالبانو په غاړه اخستې ده خو د تازه پيښی ذمه واري تر اوسه هيچا نه ده منلې.

او هورې په قباېلي سيمه کورمه ايجنسۍ کې پارېدونکو احتجاجیانو سرکاري ډاکخانې ته اوور اچولی دی.

احتجاج کوونکي چي په کي زياتره زدکوونکو دي له حکومته د پاړه چنار او ټل لويې لارې د خلاصولو غوښتنه کوي.

زدکونکي تور لګوي چې د امنیتي ځواکونو له خوا د اوښلن ګيس د استعمال له وجي دري احتجاجیان ټپیان شوي دي خو د کورمي اسسټنټ پولټيکل ايجنټ ممتاز جان ددې خبري انکار کوي او وايی زدکونکو ډاکخانه سوزولې ده.

په کورمه کي د فرقه ییزو جګړو له وجي له تيرو څلور کالو راهيسي زياتره لاري بندي دي.
XS
SM
MD
LG