رپورټ: مشال راډیو
واشنګټن/لواړګی/ پېښور - امريکا او ملګرو ملتونو د خیبر ايجنسۍ په جمرود کې د جمعې د ورځې ځانمرګی بريد غندلی چې پکې د وژلو شوو کسانو شمېر ۵۱ ته رسيدلی او تر اویاو زيات پکې ټپي شوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې مېرمن هیلري کلنټن په یوه بیان کې ویلي دي چې د روژې په میاشت کې، د جمعې د لمانځه لپاره د راغونډ شوو خلکو وژل د قاتلانو د ظلم څرګندونه کوي .
د ملګرو ملتونو مشر بانکي مون هم په سختو ټکو کې د بريدونو او وژنو غندنه کړي.
برید د جمرود، د غونډۍ د مډو خېلو په جومات کې شوی دی.
د پېښې پر مهال، په جومات کې له ۴۰۰ زیات کسان د لمونځ لپاره ورغلي ول.
عیني شاهدین وايي، تر چاودنې وروسته، شا و خوا ۱۵۰ کسان خپاره واره پراته ول.
د برید پړه تر اوسه چا نه ده منلې.
جمرود د خیبر اېجنسۍ تحصیل دی او د پېښور او تور خم پر لویه لار پرته سیمه ده.
ژوبلو شویو کسانو، او د دوی خپلوانو د مشال راډیو خبریالانو، فرهاد شینواري، فواد علي شاه او شبیر جان ته تفصیلات ورکړي دي، چې تاسې یې دلته اورېدای شئ.
دلته په ۲۰۰۹ز کال کې هم د جمعې د لمانځه پر مهال، د پېښور- تور خم پر لویه لار پروت یوه جومات کې چاودنه شوې وه چې په کې شا و خوا ۱۰۰ کسان وژل شوي ول.

د ژوبلو شویو او د دوی د خپلوانو خبرې