د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي پښتونخوا دې د پاکستان نوې صوبه جوړه شي


د کوټې ښار
د پښتنو یو ملت پاله ګوند عوامي نیشنل پارټې غوښتنه کړې چې د بلوچستان د پښتنو لپاره دې د جنوبي پښتونخوا په نوم یوه نوې صوبه جوړه کړل شي.

د عوامي نېشنل پارټۍ د خیبر پښتونخوا مشر سېنېټر افراسیاب خټک وايي چې د دوی ګوند قبایلي سیمه په خیبر پښتونخوا کې ګډول غواړي او د بلوچستان د پښتنو لپاره د جنوبي پښتونخوا په نوم د نوې صوبې جوړولو غوښتنه کوي.

ددې خبری پخلی د عوامي نېشنل پارتۍ د اطلاعاتو صوبايي سېکرېتري ارباب طاهر هم کوي او وايي که چېري د نورو صوبو خبره کېږي نو د جنوبي پښتونخوا خبره جایز په دې ده چې نه خو په دې اړه د بلوڅانو لخوا کوم اعتراض شته بل دا چې خبله د بلوچستان د پښتنو اکثریت ګوندونه د جنوبي پښتونخوا د یوې نوې صوبې په جوړولو متفق دي.

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د خیبر پښتونخوا صوبايي سکرېټري ارباب مجیب وايي چې د دوی ګوند د جنوبي پښتونخوا،د پنجاب میاوالي،او اټک او دغه ډول خیبر پښتونخوا د ټولو پښتنو یو ګډ کور بولي چې په یوه صوبه کې راغونډ او یو ځای کړل شي.چې د پښتونخوا،پښتونستان او یا هم د افغانییه نوم دې ورکړل شي.

ارباب مجیب الرحمن وویل چې د منځنۍ پښتنونخوا (قبایلي سیمې) په اړه د پښتنوخوا ملي عوامي ګوند دریځ دا دی چې هلته دې په لومړي سر کې سیاسي آزادي ورکړل شي او بیا دې ددغه سیمې د پښتنو یو منتخبه لویه جرګه جوړه کړل شي او هغوی ته دې د منځنۍ پښتونخوا ټول سیاسي او انتظامي واک وسپارل شي.

ارباب مجیب الرحمن په خیبر پښتونخوا کې د هزاره صوبې له جوړولو سره مخالفت ځرګند کړ چې دده په خیبر دا د پښتنو سیمه ده او ددې ځای اوسېدونکي په خټه پښتانه دي.

خو په هزاره سیمه کې یو شمېر ډلې ځان ته د صوبې غوښتنه لري.


دا مهال په پاکستان کې د نوو صوبو د جوړیدو بحثونه تاوده شوي ديٍ او په دې لړ کې داسې غوښتی هم شته چی د پاکستان لویه صوبه پنجاب دې هم په دوو برخو وویشل شي .چې د سراییکي صوبې په نوم دې بیله صوبه جوړه شي.
XS
SM
MD
LG