د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېښور کې د افغاني انځورګرانو نندارتون


 زرغونې انا په ښوونځي کې د افغاني انځورګرانود انځورونو نندارتون پرانیستل شو.
زرغونې انا په ښوونځي کې د افغاني انځورګرانود انځورونو نندارتون پرانیستل شو.
بازمحمد عابد مشال ریډيو پيښور


د پيښور ارباب روډ کې د زرغونې انا په ښوونځي کې د افغاني انځورګرانود انځورونو نندارتون پرانیستل شو.

د یاد ښوونځي چلوونکي رحمت الله بارکزي وايي نندارتون یې په دې خاطر پرانیستی چې د افغاني انځورګرانو هنري کارخلک له نیږدې نه وګوري، ده زیاته کړه،(( موږ غواړي چې خپل هنري او فرهنګي انځورونه خلکو ته ښکاره کړو او دا وښييو چې زموږ شاګردان د لوړ هنر خاوندان دي.))

په پرانیستونکي غونډه کې ډیرو کسانو دې هنري کارونو ته هرکلی ووایه.

په پيښور کې د افغان قونصلګرۍ مرستیال غلام عباس رحیمي د نندارتون د پټۍ پریکولو پر مهال مشال ریډیو ته وویل چې دوی د افغانانو دې هنري کار ته د قدر په سترګه ګوري، ده زیاته کړه: خوښ دی چې د مولاناجامې او زرغونې انا ښوونځیو په دې هنري نندارتون کې یې ګډون کړی او علمی او هنري اثار له نیږدې نه ګوري.

استاد ادیب چې انځورونه یې نندارې ته وړاندې شوي وو وايی چې د نندارچیانو تشویق نور هم هنري کارونو ته وهڅاوه. ده زیاته کړه چې د مشرانو دا تشویق موږ ته جرات راکوي چې خپل کار ته دوام ورکړوچې خپل او د خپل هیواد نوم وځلوي.



په دې نندارتون کې د یاد ښوونځی یوې زده کوونکي هم د انځورګرۍ نمونې نندارې ته راوړې وې. یوه میرمن چې فهیمه حمدي نومیده او د هغې له یوه انځور نه متاثره شوې وه مشال ریډیو ته وویل:
(( په دې نندارتون کې ډیر په زړه پورې انځورونه ايښودل شوي وو چې د ډیرو خلکو د پام وړ وګرځیدل. زما د یوې شاګردۍ انجلۍ صایمې انځور خوښ شو. په هغه انځور کې ښودل شوي چې یوه ښځه په وحشت کې راګیره ده چې دا زموږ د بدبختیو یوه ښه مثالي تابلو ده.))

د انځورونو دا نندارتون به د مارچ د ۲۲ نیټې پورې په یاد ښوونځی کې د نندارچیانو پر مخ پرانیستې وې.
XS
SM
MD
LG