د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کابل او مزار شریف چاودنو کې مرګ ژوبله زیاته شوې


د کابل ترڅنګ په مزار شريف کې د ۲۰۲۲ز کال د مې پر ۲۵مه ماښام درې چاودنې وشوې چې لږترلږه ۱۰ کسان يې وژلي دي.
د کابل ترڅنګ په مزار شريف کې د ۲۰۲۲ز کال د مې پر ۲۵مه ماښام درې چاودنې وشوې چې لږترلږه ۱۰ کسان يې وژلي دي.

د افغانستان په پلازمېنه کابل او د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف کې چاودنو لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې خو د کره شمېر په اړه يې ضد و نقيض راپورنه ورکول کېږي.

د فرانسې خبري اژانس له راپور سره سم، په مزارشریف کې یوه روغتیایي چارواکي او پولیسو د مې ۲۵مې پر ماښام په درو چاودنو کې د لږترلږه ۱۰ کسانو مړینه تایید کړې.

د بلخ د امنیې قوماندانۍ ویاند اصف وزیري اژانس ته ویلي چې بمونه د ښار په بېلابېلو سیمو کې په درو مېني بسونو کې ایښي ول چې د چاودلو په نتیجه کې یې ۱۰ تنه وژل شوي او ۱۶ ټپیان دي.

د بلخ د روغتیا ریاست مشر نجیب الله توانا ویلي چې په وژلیو کې درې ښځې هم دي.

د اسلامي دولت وسله والې ډلې خراسان څانګې د چاودنو ذمه واري منلې ده.

په همدې حال کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د مزار شريف ښار په ۱۰مه او پينځمه حوزه کې په چاودنو کې شیعه ګان په نښه شوي ول.

وزارت د اوښتو تلفاتو دقیق شمېر نه دی ښوولی خو یوازې دومره یې ویلي چې "یوشمېر کسانو ته پکې مرګ ژوبله" اوښتې ده.

په عین حال کې د مې ۲۵مې پر ماښام په کابل کې هم یوه چاودنه وشوه.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور مشال راډیو ته وویل، چې د کابل ښار د څلورمې حوزې په یو جومات کې د چاودنې په نتیجه کې پينځه کسان وژل شوي او لږترلږه ۱۰ ټپیان شوي دي.

هغه چاودنه په جومات کې دننه په داسې حال کې وشوه چې د ماښام جمع ولاړه وه. تر پېښې یو ساعت وروسته په کابل کې اېمرجنسي روغتون پر خپله رسمي ټوېټرپاڼه وکښل چې د پېښې له ځایه پینځه مړي او ۱۷ ژوبل کسان وروړل شوي دي.

د کابل د چاودنې مسولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

په وروستیو کې د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې حملې زیاتې شوې دي چې پکې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د مې پر ۱۳مه د کابل ښار د پینځمې امنیتي حوزې په ایوب صابر جومات کې په چاودنه کې درې کسان وژل شوي ول.

د اپرېل پر ۲۹مه پر دارالامان سړک په یوه خانقاه کې په چاودنه کې ۱۰ کسان وژل شوي او ۲۰ ټپیان ول. تر دې یوه ورځ مخکې د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې د سپرلیو دوه موټر د بمي چاودنو ښکار شول چې پکې لږترلږه نهه کسان وژل شوي دي. د اپرېل ۲۸مې پر ماښام په شویو چاودنو کې ۱۳ کسان ژوبل هم دي. اسلامي دولت یاد داعش ډلې د هغې حملې ذمه واري منلې وه.

د اپرېل پر ۲۲مه، د کندوز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې په چاودنه کې لږترلږه ٣٣ کسان ووژل او ۴۳ ژوبل شول. چاودنه مازیګر مهال په جومات کې شوې وه. د هغې حملې ذمه واري چا نه وه منلې.

د اپرېل پر ۲۱مه په مزارشریف کې د اهل تشیع په جومات کې دننه په چاودنه کې ۲۵ کسان ووژل او لسګونه ژوبل شول. چاودنه د ښار په سې دوکان تاریخي جومات کې د ماسپښین لمانځه پرمهال شوې وه. په هغه برید کې لسګونه کسان ژوبل شوي هم ول او ذمه واري یې داعش ډلې ومنله. وروسته طالب چارواکو وویل، چې د هغه برید د پلان جوړولو په تور یې د داعش ډلې یو مشکوک مخکښ مشر عبدالحمید سنګریار نیولی دی.

د اپرېل پر ۱۹مه د کابل په دشت برچي سيمه کې دوو ښونځیو ته څېرمه په بمي چاودونو کې لږ تر لږه شپږ کسان ووژل او ۲۰ ټپیان شول.

د طالبانو حکومت وايي، د داعش ډلې په ګډون یې د ټولو وسله والو پرضد عملیاتو ته دوام ورکړی دی. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د مې په لومړۍ اوونۍ کې له مشال راډیو سره په خبرو کې دعوه وکړه چې داعش ډله یې ځپلې ده.

XS
SM
MD
LG