د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل او مزارشریف کې چاودنو ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې


د کابل پر دارالامان سړک تر چاودنې وروسته له سیمې لوګي خېژي - پخوانی انځور
د کابل پر دارالامان سړک تر چاودنې وروسته له سیمې لوګي خېژي - پخوانی انځور

د طالبانو حکومت وايي، د افغانستان په پلازمېنه کابل او د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف کې په چاودنو کې لږترلږه ۱۴ کسان وژل شوي او تر ۲۵ زیات ژوبل دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور مشال راډیو ته وویل، د مې پر ۲۵مه د کابل ښار د څلورمې حوزې په یو جومات کې د ماښام لمانځه پر مهال چاودنه شوې چې د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ له امله یې دوه کسان وژل شوي او ۱۰ ټپیان دي.

خو په کابل کې اېمرجنسي روغتون پر خپله رسمي ټوېټرپاڼه لیکلي، چې په جومات کې د چاودنې له ځایه ۲۲ ټپیان ورلېږدول کېدل چې ورڅخه یې پینځه کسانو په لاره کې سا ورکړې ده.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت وايي، د مزارشريف ښار په پینځمې، ۱۰مې او ۱۳مې حوزه کې درې چاودنې شوې دي چې پکې یوشمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د مې پر ۲۵مه مازیګر مهال د مزارشریف په چاودنو کې اهل تشیع په نښه شوي دي.

په بلخ کې د طالبانو د حکومت د امنیه قوماندانۍ ویاند اصف وزیري ویلي دي چې په هغو چاودنو کې لږ تر لږه نهه تنه وژل شوي او ۱۵ ژوبل دي.

د فرانسې خبري اژانس د وزیري له خولې لیکلي دي چې چاودني په "هغو ملي بسونو" شوي چې پکې خلک تګ راتګ کوي. نوموړي وویل چې د پېښو په اړه تحقیقات روان دي، خو نور معلومات یې ور نه کړل.

په کابل او مزارشریف کې د چاودنو ذمه واري چا نه ده منلې.

په وروستیو کې د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې حملې زیاتې شوې دي چې پکې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د مې پر ۱۳مه د کابل ښار د پینځمې امنیتي حوزې په ایوب صابر جومات کې په چاودنه کې درې کسان وژل شوي ول.

د اپرېل پر ۲۹مه پر دارالامان سړک په یوه خانقاه کې په چاودنه کې ۱۰ کسان وژل شوي او ۲۰ ټپیان ول. تر دې یوه ورځ مخکې د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې د سپرلیو دوه موټر د بمي چاودنو ښکار شول چې پکې لږترلږه نهه کسان وژل شوي دي. د اپرېل ۲۸مې پر ماښام په شویو چاودنو کې ۱۳ کسان ژوبل هم دي. اسلامي دولت یاد داعش ډلې د هغې حملې ذمه واري منلې وه.

د اپرېل پر ۲۲مه، د کندوز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې په چاودنه کې لږترلږه ٣٣ کسان ووژل او ۴۳ ژوبل شول. چاودنه مازیګر مهال په جومات کې شوې وه. د هغې حملې ذمه واري چا نه وه منلې.

د اپرېل پر ۲۱مه په مزارشریف کې د اهل تشیع په جومات کې دننه په چاودنه کې ۲۵ کسان ووژل او لسګونه ژوبل شول. چاودنه د ښار په سې دوکان تاریخي جومات کې د ماسپښین لمانځه پرمهال شوې وه. په هغه برید کې لسګونه کسان ژوبل شوي هم ول او ذمه واري یې داعش ډلې ومنله. وروسته طالب چارواکو وویل، چې د هغه برید د پلان جوړولو په تور یې د داعش ډلې یو مشکوک مخکښ مشر عبدالحمید سنګریار نیولی دی.

د اپرېل پر ۱۹مه د کابل په دشت برچي سيمه کې دوو ښونځیو ته څېرمه په بمي چاودونو کې لږ تر لږه شپږ کسان ووژل او ۲۰ ټپیان شول.

د طالبانو حکومت وايي، د داعش ډلې په ګډون یې د ټولو وسله والو پرضد عملیاتو ته دوام ورکړی دی. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د مې په لومړۍ اوونۍ کې له مشال راډیو سره په خبرو کې دعوه وکړه چې داعش ډله یې ځپلې ده.

XS
SM
MD
LG