د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چمن-بولدک لارې تړلو پرضد د کوټې-چمن سړک په احتجاج کې بند


د چمن-بولدک لارې له تړلو دواړو خواوو ته ګڼ خلک بند پاتې دي.
د چمن-بولدک لارې له تړلو دواړو خواوو ته ګڼ خلک بند پاتې دي.

له تېرو ۲۲ ورځو راهیسې د پاکستان او افغانستان ترمینځ د چمن - سپین بولدک د تړلې لار پرضد په چمن کې ځايي تجار او دکانداران پر احتجاج دي.

د چمن-بولدک لارې تړلو په غبرګون کې دوی د اکتوبر له ۲۵مې نېټې راهیسې د کوژک غره کې د کوټې-چمن لوی سړک بند کړی دی چې له امله یې عادی خلک له سختو مشکلاتو سره مخ شوي دي. احتجاجیان غوښتنه لري چې ترڅو دغه سرحدي پوله نه وي خلاصه شوې تر هغو به پر احتجاج وي.

په دې ترڅ کې د کوټې په ټیکسي اډه کې چمن ته تلوونکیو ځینو مساپرانو مشال ریډیو ته وویل، له تېرو څو ورځو راهیسې په کوټه ښار کې بند پاتې دي. دوی وايي، ښځې او ماشومان ورسره دي، له حکومته یې خواست دی چې دا لار دې ژر تر ژره خلاصه کړي.

او خپله د کوټي او چمن ترمینځ زیاتره هغه ډرایوران هم له مشکلاتو سره مخ دي چې مساپران وړي راوړي. یوه ډرایور نورعلي وویل، د کوټې – چمن ترمینځ لوی سړک تړل شوی دی نو دوی پر متبادلو کچه لارو مساپران وړي راوړي، ډېر تکلیف وي، ګاډو ته یې هم زیانونه رسېږي او ناروغان هم ډېر په تکلیف وي.

د چمن-بولدک ترمینځ پر پوله هره ورځ دواړو غاړو ته سلګونه وګړي اوړي راوړي
د چمن-بولدک ترمینځ پر پوله هره ورځ دواړو غاړو ته سلګونه وګړي اوړي راوړي

تجار وايي د کوژک په غره کې یې د کوټې-چمن ترمینځ سړک ځکه تړلی دی چې پاکستاني چارواکي له افغان چارواکو سره د چمن-بولدک پولې د خلاصولو لپاره خبرې وکړي.

د انجمن تاجران چمن یو غړی فتح محمد وايي، د چمن د شا او خوا څوارلس لکه ابادۍ د ژوند ټوله تکیه پر چمن-بولدک لار ده، که لار بنده وي، د دوی ګوله ډوډۍ ورسره بندېږي.

دوی وايي، احتجاج به یې تر هغو دوام لري چې پوله نه وي خلاصه شوې.

د چمن ډپټي کمشنر جمعه داد مندوخېل د چمن - کوټي لوی سړک د خلاصولو لپاره د آل پارټیز تاجر اتحاد له مشرانو سره خبري کړې خو ناکامه شوې دي.

د یادولو ده چې د اکتوبر پر ۵ مه نېټه افغان چارواکو دچمن او سپین بولدک ترمینځ پوله د هر ډول تګ راتګ او تجارت پر مخ تړلې وه. افغان چارواکو غوښتنه کړې وه چې د کندهار او بولدک خلکو ته دې پر افغان تذکره پاکستان ته د داخیلېدو اجازه ورکول شي، دغه ډول شځي، سپین ژري او ناروغان دې بې له څه پلمې پاکستان ته پرېږدي. د دې ترڅنک د چمن د خلګو ترڅنګ هغه افغانان چې مهاجر کارډ ولري هغه دې بې له ځورونې افغانستان ته پرېږدي.

په دې ترڅ کې پاکستاني چارواکو په وار وار ویلي دي چې د چمن او سپین بولدک پر پوله یې د مشکوک کسانو د مخنیوي په خاطر سخت حفاظتي ګامونه پورته کړي دي.

په دې اړه څو ورځې وړاندې د چمن ډپټي کمشنر جمعه داد مندوخېل ویلي وو چې د پاکستان له لوري د پولې خلاصولو په اړه څه مشکل نشته چې کله افغان چارواکي چمتو شو نو دغه سرحدي پوله به د ولس د تګ راتګ او تجارت په مخ پرانیستل شي.

په دې ترڅ کې د اکتوبر په ۲۰ مه نېټه پر پوله د افغان او پاکستان د انتظامي چارواکو ترمینځ خبرې هم شوې وې، په هغه کې پر زیاتره نکتو اتفاق هم شوی وو. خو دواړو خواوو ویلي ول چې د خپلو پرېکړو په باب به کابل او اسلام آباد هم په اعتماد کې اخلي او ډېر ژر به د خبرو دويمه لړۍ پیل کړي چې لاهم نه پیل شوې.

XS
SM
MD
LG