د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیکا کې وزیرستاني کډوال له اقتصادي ستونزو سر مخامخ دي


په پکتیکا کې د وزیرستانیو کډوالو د کیمپ یوه څنډه - د ۲۰۲۱ز کال د سېپټېمبر میاشتې انځور.
په پکتیکا کې د وزیرستانیو کډوالو د کیمپ یوه څنډه - د ۲۰۲۱ز کال د سېپټېمبر میاشتې انځور.

د پکتیکا په برمل او لمنه کې د شمالي وزیرستان کډوال له طالبانو، د ملګرو ملتونو د خوړو له نړیوال پروګرام (ډبلیو اېف پي) او د ملګرو ملتونو د کډوالو له ادارې (یو اېن اېچ سي ار) څخه د ژمنیو مرستو غوښتنه کوي.

یوشمېر کډوالو د اکتوبر پر ۲۵مه له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، په خوست کې د وزیرستانیو کډوالو په څېر دې ورسره د سرپناوو د ترمیم او بحالۍ لپاره د نغذو پیسو مرسته وشي.

دوی وايي، له یوې خوا کاروبار نه لري او بل لوري ته ورسره مرستې کمې شوې او یوازې په یوه بوجۍ اوړو يې د کورنیو ګوزاره نه کېږي.

د پکتیکا د لمنې اوسېدونکي زاهدالله خپلې ستونزې یادې کړې او ویې ویل چې کډوال د خوراک او پوښاک لپاره څه نه لري او په ډېرو سختو شرایطو کې ژوند کوي. "وزیرستاني کډوال د لمنې په کېمپ کې له سختو مشکلاتو سره مخامخ دي. داسې خلک شته چې یوازې یو وخت ډوډۍ خوري، ځکه بې وسه دي. تر اوسه خلک په خیمو کې اوسي، ساړه دی، ژمی راروان دی، موږ له یو اېن اېچ سي ار او د خوړو له نړیوال پروګرامه د نغدو پیسو غوښتنه کوو."

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ ز کال په نیمايي کې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پرضد د ضرب عضب په نوم عملیات پیل کړل چې ورسره سم لکونه خلک خیبر پښتونخوا او د پاکستان نورو برخو ته کډوال شول. هغه مهال زرګونه کورنۍ د افغانستان خوست، پکتیا او پکتیکا ته هم واوښتې.

دا ځل چې موږ ته مرسته راغله، نه پکې دال وو او نه پکې غوړي ول - په دې خو ژمی نه تېرېږي.
عید حسن

له حکومتي ارقامو سره سم، دا مهال د پکتیکا په برمل او لمن کې د وزیرستانیو کډوالو خواوشا ۳،۰۰۰ کورنۍ مېشتې دي.

د پاکستان حکومت له ۲۰۱۶ز کال راهیسې په مرحلو کې د هېواد دننه شاوخوا ۹۵ فیصده بې کوره شوي خلک خپلو کلیو او کورونو ته ستانه کړي او همداراز یې د افغانستان له ولایتونو هم لسګونه کورنۍ وزیرستان ته لېږدولې دي. د شمالي وزیرستان انتظامیه وايي، د کورونا وایرس جهاني وبا له وجې د کډوالو ستنولو بهیر ځنډېدلی دی.

پکتیکا سړه هوا لري او د ژمي په موسم کې يې په ډېریو سیمو کې واوره اوري.

په ۲۰۱۴ز کال کې چې وزیرستانۍ کورنۍ افغانستان ته واوښتې نو تر یوې مودې پورې ورسره د خوراکي او غیر خوراکي توکو میاشتنۍ مرستې کیدې، خو کرار، کرار کمې شوې.

د شمالي وزیرستان اوسېدونکی انور وايي، ډبلیو اېف پي دې ورسره بیا میاشتنۍ مرستې پیل کړي ځکه چې پیسې نه لري او په افغانستان کې په نیمايي کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې اقتصادي ستونزې او بېکاري زیاته شوې ده.

ده د یو اېن اېچ سي اره هم وغوښتل چې په خوست کې د مېشتو کډوالو په شان دې ورته د سرپناوو د ترمیم او د سونګ توکو د اخیستو لپاره پیسې ورکړي.

په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د خوراکي توکو، سونګ موادو او تېلو بیې لوړې شوې دي.

د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې مېشت برملا خان وايي، د وزیرستانیو کډوالو کورنۍ وس نه لري چې سونګ توکي او تېل واخلي.

دی وايي، په نورو ولایتونو کې وزیرستانیو کډوالو سره د نقدو پیسو مرسته روانه ده، خو دوی سره له تېرو څلورو کلونو راهیسې نغده مرسته نه ده شوې.

له حکومتي ارقامو سر سم، په پکتیکا کې شاوخوا ۳،۰۰۰ وزیرستانۍ کورنۍ اوسي.
له حکومتي ارقامو سر سم، په پکتیکا کې شاوخوا ۳،۰۰۰ وزیرستانۍ کورنۍ اوسي.

د برمل په کېمپ کې یو بل کډوال عید حسن وايي، ورته له اوړو سره یوه اندازه غوړي، دال او مالګه ورکول کېدل، خو اوس ورسره یوازې د اوړو مرسته کېږي. "دا ځل چې موږ ته مرسته راغله، نه پکې دال وو او نه پکې غوړي ول - په دې خو ژمی نه تېرېږي. موږ له ډېرو ستونزو سره مخامخ یو، لکه څرنګه مرسته چې په نورو ځایونو کې ورکول کېږي، په هماغه ډول يې موږ هم غواړو. په دې وطن کې خو زموږ نه پټي شته، نه باغونه شته، موږ د افغانستان له چارواکو او موسساتو څخه غواړو چې موږ ته مرستې زیاتې کړي، ځکه ژمی راروان دی او ساړه سخت دی."

موږ د وزیرستانیو کډوالو د ستونزو او غوښتنو پر موضوع د پکتیکا له ولایتي او د یو اېن اېچ سي ار له چارواکو سره بیا بیا رابطه وکړه خو په خبرو ورسره و نه توانېدو.

خو څه موده مخکې د پکتیکا د کډوالو چارو رییس زمریالي فضل یار مشال راډیو ته ویلي ول، د مرستو هغه ونډه چې کورنیو بې ځایه شویو او وزیرستاني کډوالو ته پام کې نیول شوې ده، به په خپل وخت ورکړي. ده البته دا نه ول ویلي چې کله به له بې کوره شویو او وزیرستانیانو سره مرسته کوي.

ملګرو ملتونو په تېرو څه د پاسه دوو میاشتو کې په بیا بیا اندېښنه ښوولې چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې هلته اقتصادي بحران د بشري ناورین لامل ګرځېدای شي او ښايي د هغه هېواد اکثریت وګړي په ژمي کې د بې وزلۍ ښکار شي.

د دې ستونزو د هواري لپاره ملګرو ملتونو یو ځانګړی پروګرام هم پیل کړی دی چې ورسره سم د افغانستان خلکو سره د پیسو ترڅنګ د خوراکي او نورو اړینو شیانو مرسته هم کېږي.

XS
SM
MD
LG