د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان کابینې اېف ای اې ته عمران خان ته د منسوبه غږیزو ټوټو پلټنو امر کړی دی


عمران خان د سېپټېمبر پر ۲۸مه د غږیزې ټوټې خپرولو تور پر وزیراعظم پورې کړ خو و یې ویل چې دا یې ښه کار کړی دی - پخوانی انځور.
عمران خان د سېپټېمبر پر ۲۸مه د غږیزې ټوټې خپرولو تور پر وزیراعظم پورې کړ خو و یې ویل چې دا یې ښه کار کړی دی - پخوانی انځور.

د پاکستان وفاقي کابینې د تحقیقاتو وفاقي ادارې (اېف ای اې) ته امر کړی دی چې د تحریک انصاف مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان ته د منسوبو غږیزو ټوټو په اړه دې پلټنې وکړي.

د اکتوبر پر دویمه د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼې او جیو نیوز ټېلېوېژن پر خپلو ووبپاڼو لیکلي چې د سېپټېمبر پر ۳۰مه د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د کابینې غونډه وشوه چې پکې د عمران خان د مبینه غږیزو ټوټو په اړه پلټنیزې کمېټۍ د قانوني کارروایۍ غوښتنه وکړه.

ډان ورځپاڼه لیکي، د اکتوبر پر لومړۍ نېټه د کابینې چارو دفتر په خپرو کړیو اسنادو کې ویل شوي دي چې حکومت اېف ای اې ته د خان د مبینه غږیزو ټوټو د خپرېدو په اړه د پلټنو ویلي دي.

خو تحریک انصاف مخکښ سیاستوال فواد چودري د اکتوبر پر دویمه پر ټوېټر په بیان کې لیکلي چې د عمران خان حکومت روان کال د "سازش" له لارې ختم شو خو د پټو خبرو په ترڅ کې د "انصاف تقاضا" دا ده چې پلټنې دې د اېف ای اې پر ځای د سپریم کورټ کمېشن وکړي.

د پاکستان قامي اسمبلۍ د اپرېل پر ۱۰مه نیمه شپه پر عمران خان د بې باورۍ تحریک په حق کې رایه وکړه او هغه یې د وزیراعظمۍ له دندې ګوښه کړ.

د سېپټېمبر پر ۲۸مه په پاکستان کې پر ټولنیزو شبکو یوه غږیزه ټوټه خپره شوه چې په اړه یې ویل کېږي چې پکې د پخواني وزیراعظم عمران خان او د هغه وخت مشر سېکرټر مکالمه ثبت شوې ده.

په غږیزه ټوټه کې دوه کسان اورېدل کېږي چې د هغه "لیک" په اړه خبرې کوي چې پخواني وزیراعظم عمران خان یې له دندې څخه تر ګوښه کېدو مخکې او وروسته په بیا بیا ذکر کړی دی او تور یې پورې کړی چې امریکا یې د حکومت ضد سازش کړی وو. د هغه وخت مخالفه ګوندونو پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) او واشنګټن په بیا بیا دا تور رد کړی وو. پي ډي اېم وايي، د عمران خان ناسمو اقتصادي او نورو تګلارو اړ کړل چې د هغه پرضد د عدم اعتماد تحریک وړاندې کړي.

د سېپټېمبر پر ۲۸مه، عمران خان له خبریالانو سره په خبرو کې پر وزیراعظم شهباز شریف تور پورې کړ چې هغه پټه غږیزه مکالمه یې خپره کړې ده او دا یې "ډېر ښه کړي دي." حکومت د دې تور په غبرګون کې څه نه ول ویلي.

خان البته دا و نه ویل چې ایا هغه غږ د ده او د ده د مشر سېکرټر اعظم خان دی او که نه خو زیاته یې کړه چې غواړي چې هغه لیک هم په ډاګه شي چې "ټولو ته پته ولګي چې څومره لوی بهرنی سازش شوی" وو.

د لومړۍ غږیزې ټوټې تر خپرېدو دوه ورځې وروسته پر ټولنیزو شبکو بله غږیزه خپره شوه چې پکې د پاکستان رسنیو په وینا، عمران خان وزیرانو ته د "پټ لیک" په اړه په ولسي غونډو کې د څرګندونو لارښوونه کوي.

اعظم خان او د پخواني حکومت وزیرانو هم د غږیزو ټوټو کره والی نه دی تایید کړی.

تر دې مخکې، د سېپټېمبر پر ۲۴مه او ۲۵مه لومړۍ غږیزې ټوټې خپرې شوې چې په اړه یې ویل کېږي چې پکې د وزیراعظم شهباز شریف، د مسلم لیګ (ن) سیاستوالان او حکومتي چارواکو خبرې دي.

تر اوسه معلومه نه ده چې ایا په غږیزو ټوټو کې خبرې کوونکي هم هغه شخصیات دي چې په پاکستانیو رسنیو کې یې نومونه یادېږي او که نه او لا یې د عدلي طب (فارېنزېک) په لېبارټریو کې هم د کره والي تصدیق نه دی شوی.

خو د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د سېپټېمبر پر ۲۸مه له خپل دفتره د پټو خبرو د غږیزو ټوټو خپرېدو پېښې د پلټنو لپاره د کورنیو چارو وفاقي وزیر رانا ثنا الله په مشرۍ کمېټي جوړه کړه.

XS
SM
MD
LG