د لاسرسي ځای

تازه خبر

رانا ثناوالله: پر ټولنيزو رسنيو د خپرو شوو پټو خبرو د غږيزو ټوټو پلټنه کوو


د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله د وزیراعظم د دفتر د نه خوندیتوب دعوې ناسمې بللې دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي دي چې په تېرو دوو ورځو کې پر ټولنیزو شبکو په خپرو شویو غږیزو ټوټو کې داسې هېڅ خبره نه شته چې د قانون خلاف وي.

رانا ثنا الله د سېټېمبر پر ۲۵مه نېټه له جیو نیوز ټېلېوېژن سره په خبرو کې وویل چې په هغو غږیزو بیانونو کې یوازې هغه خبرې دي چې لوړپوړي چارواکي یې په دفترونو او پارلېمان کې کوي. ده البته د غږونو د کره والي تصدیق و نه کړ.

پر ټولنیزو شبکو دعوې شوې دي چې په غږیزو ټوټو کې وزیراعظم شهباز شریف، وزیران، چارواکي او د واکمن مسلم لیګ (ن) مخکښه سیاستوالان پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کوي.

تراوسه پورې دغسې دوې غږېزې ټوټې خپرې شوې دي چې پکې د يو څو کسانو غږونه اورېدل کېږي چې په اړه يې ويل کېږي چې دا د وزیراعظم شهباز شریف، د کورونيو چارو وزیر رانا ثناوالله، د دفاع وزیر خواجه اصف او د سردار ایاز صادق غږونه دي او دوی په خپل مینځ کې له اسمبلۍ څخه د تحریک انصاف د غړو د استعفاګانو پر موضوع بحث کوي.

بله ويډيو په اړه ادعا کېږي چې شهباز شريف او له يو بل کس سره خبرې کوي چې پکې دوی د مسلم ليګ نواز د مرستیالې مشرې مریم نواز د زوم له هند څخه د انرژي پلانټ واردولو په اړه خبرې کوي. خو تر اوسه کومې لېبارټرۍ هم د غږونو د کره والي تصدیق نه دی کړی.

رانا ثناوالله ويلي چې دوی به دا موضوع څيړي او د ده په خبره چې پکې به ټولې جاسوسي ادارې برخه اخلي.

خو د تحریک انصاف مخکښ سیاستوال او د اطلاعاتو او خپرونو پخواني وزیر فواد چودري د سېپټېمبر پر ۲۵مه نېټه پر ټويټر پاڼه وليکل چې د پټو خبرو خپرېدل ښيي چې د وزیراعظم دفتر هم محفوظ نه دی. د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله د وزیراعظم د دفتر د نه خوندیتوب دعوې ناسمې بللې دي.

XS
SM
MD
LG