د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: پښتنو ملتپالو د ایف سي ځواک د چلند پرضد شریک احتجاج پیل کړی


پښتنو ملتپالو د ایف سي ځواک د چلند پرضد د اګست پر دویمه په کلاسېف الله کې احتجاج وکړ.
پښتنو ملتپالو د ایف سي ځواک د چلند پرضد د اګست پر دویمه په کلاسېف الله کې احتجاج وکړ.

د بلوچستان پښتنو ملتپالو د دې لپاره په شریکه احتجاجي‌ لړۍ پیل کړې ده چې د دوی په وینا، په خپله سیمه کې د ولس امنیت خوندي کړل شي.

په دې احتجاجي تحریک کې عوامي نېشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، پښتون ژغورنې غوځنګ او نېشنل ډیموکرېټک موومنټ شامل دي.

د عوامي‌ نېشنل ګوند صوبايي مشر اصغر خان اڅکزي د سېپټمبر پر دویمه مشال راډیو ته وویل چې دا ګام یې د هرنايي په خوست کې د امنیتي ځواکونو له خوا پر ولسي وګړو تر ډزو وروسته اخیستی دی.

ده وویل، تر هغه پېښه وروسته ولس تر سیاسي تړون بالاتر په شریکه احتجاج کړی وو او حکومت ته یې ځینې غوښتنې ایښې وې.

نوموړي د دې غوښتنو په اړه وویل، یوازې یوه پکې پوره شوې ده او نور ټولې پر ځای پای دې.

ده وویل، "د دې پېښې مقدمه درجول، خالقداد په رسمي توګه شهید ګرځول او د هغه کورنۍ ته معاوضه ورکول، له ولسي ابادۍ څخه د امنیتي ځواکونو پوستې غرونو ته اېستل او د ضلعې ولسي انتظامیې په کارونو کې د امنیتي ځواکونو د مداخلې مخه نیول د دې تحریک غوښتنې دي."

د پښتونخوا ملي عوامي‌ ګوند مخکښ او د اسمبلۍ غړي نصرالله زېري مشال راډیو ته وویل چې حکومت تر اوسه له ایف ای ار درجولو پرته نور هیڅ ګام نه دی اخیستی.

نصرالله زېري وویل، "سرکار تر اوسه نه د هغو خلکو نیولو، ایف سي اېستلو او د خوست د پېښې عدالتي پلټنې کولو غوښتنې نه دي پوره کړې."

خو صوبايي وزیر نور محمد دومړ د سېپټمبر پر دویمه مشال راډیو ته وویل حکومت د هرنايي د پرلتوالو زیاتره غوښتنې منلې دي. د ده په وینا، دا سیاسي ګوندونه یوازې د خپلو ګټو لپاره احتجاجونه کوي.

په بلوچستان کې سیاسي ګوندونه او عام ولس هلته د ایف سي ځواک له موجودګۍ سر ټکوي. نور محمد دومړ په دې اړه وویل چې دا ایف سي‌ ځواک د دوی حکومت نه بلکې د قام پرستو تېر حکومت راوستې وه.

ده وویل، " د ترهګرو ځایونه دي، هغوی له امنیتي ځواکونو او ولس دواړو سره جګړه کوي، د ولس کاروبار هم تنګوي، نو څرګنده ده چې ترهګر موجود دي نو بیا امنیتي ځواکونه هم ضروري دي هغه ځکه چې هم دوی به د هغوی خلاف جګړه کوي."

دا له هغه وروسته ده چې د ۲۰۲۲م کال د اګست ۱۳مې او ۱۴مې په شپه د وسله والو او امنیتي ځواکونو تر منځ په نښته کې عام وګړي‌ هم ټپي شوي وو.

چې کله ځايي ولس د اګست پر ۱۴مه د هغې پېښې پرضد احتجاج کاوی نو امنیتي ځواکونو پر ډزې کړې وې چې یو تن پکې وژل شوی او ځینې نور ټپي شوي‌ وو.

XS
SM
MD
LG