د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان حکومت د هرنايي پرلتوالو د غوښتنو جاج اخيستی


د هرنايي پرلت نن په شپږمه ورځ هم دوام لري. د اګست ۱۵مې انځور
د هرنايي پرلت نن په شپږمه ورځ هم دوام لري. د اګست ۱۵مې انځور

د بلوچستان حکومت په يوه غونډه کې په پښتون مېشته سيمه هرنايي کې د روان پرلت د ګډونوالو د غوښتنو جاج اخيستی دی.

د حکومت له خوا په بیان کې ويل شوي چې د اګست پر ۱۹مه نېټه د داخله چارو په برخه کې د اعلا وزیر سلاکار ضیا لانګو په مشرۍ کې د هرنايي پرلت په اړه غونډه وشوه چې پکې د رامنځ شوو حالاتو جاج واخيستل شو.

د هرنايي په کوسټ (خوست) سيمه کې پرلت تر هغې وروسته پیل شو چې د اګست پر ۱۴مه د امنیتي ځواکونو د عملیاتو ضد د مظاهرې پر مهال د عوامي نیشنل ګوند یو ځايي سیاستوال خالقداد بابړ په ډزو کې ووژل شو او اووه کسان ژوبل شول. مظاهره چیان ادعا کوي، امنیتي ځواکونو ورباندې ډزې وکړې چې پکې مرګژوبله وشوه

پوځ ویلي ول چې د اګست ۱۳مې او ۱۴مې ترمینځ شپې مهال وسله والو د هرنايي په کوسټ (خوست) کې د ځواکونو پر پوستې برید وکړ او چې هغوی کله وسله وال محاصره کړل نو په ډزو کې دوه سرتېري ووژل شول او یو پوځي افسر ژوبل شو.

ټپيان د علاج لپاره د کوټې روغتون ته لېږدول شوي ول. د اګست ۱۴مې انځور
ټپيان د علاج لپاره د کوټې روغتون ته لېږدول شوي ول. د اګست ۱۴مې انځور

د سیمې اوسېدونکي وايي، هغه مهال د امنیتي ځواکونو په ډزو کې دوه ځايي کسان هم ژوبل شوي ول چې پرضد یې د اګست پر ۱۴مه مظاهره وشوه.

ضیا لانګو په مشرۍ شوې تازه غونډې ته د هرنايي کمېشنر بالاچ بلوڅ د اګست پر ۱۴مه د شوې پېښې په اړه معلومات ورکړل او بېلا بېلو اړخونو يې رڼا واچوله.

بیان وايي چې په غونډه کې له هرنايي څخه د صوبايي اسمبلۍ غړي او صوبايي وزیر نور محمد دومړ، د عوامي نېشنل ګوند د اسمبلۍ غړي او صوبايي وزیر زمرک اڅکزي، د صوبې د کورنيو چارو د ادرې مرستيال مشر هاشم خلجي او د هرنايي د پرلت مشرانو ګډون وکړ.

په بیان کې دا نه دي ويل شوي چې په غونډه کې د پرلتوالو د غوښتنو په اړه کومه پرېکړه وشوه او که نه، البته د ضیا لانګو له خولې ويل شوي چې داسې پرېکړې به کوي چې د ده په خبره، د ولس او هېواد په ګټه وي او د ده په وینا، دا ځکه چې ولس او امنيتي ځواکونه دواړه د دې هېواد برخه دي.

د هرنايي په کوسټ (خوست) سيمه کې د دې پرلت مشري عوامي نېشل پارټۍ کوي. د دې ګوند صوبايي مشر او د اسمبلۍ غړي اصغر خان اڅکزي د اګست پر ۲۰مه نېټه مشال رېډيو ته وويل چې دوی خپلې غوښتنې حکومت ته وړاندې کړې او د ژر تر ژر منلو غږ يې کړی دی.

پرلتوال غوښتنه کوي چې د پېښې د پلټنې لپاره دې عدالتي کمېشن جوړ شي، په ډزو کې ککړ سرتېرو ته دې سزا ورکړل شي او اغېزمنو کورونيو سره دې مالي مرستې وشي.

د دې پېښې پرضد د بلوچستان په بېلا بېلو ښارونو کې د اګست پر ۱۵مه نېټه په هرنايي، لورالايي، کوټه، لسبيله، ږوب، قلعه سيف الله او ځینو نورو ښارونو کې مظاهرې شوې وې.

د عوامي نېشنل ګوند په اعلان دغو مظاهرو کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند، جميت علما اسلام (فضل الرحمن) د ملي جمهوري غورځنګ، تحریک انصاف، بلوڅ ملتپالو ګوندونو او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو او غړو ګډون وکړ.

د دې ترڅنګ په بلوچستان اسمبلۍ کې د عوامي نېشنل ګوند غړو د دې پېښې په اړه د اګست پر ۱۵مه په بلوچستان اسمبلۍ کې تحريک التوا هم جمع کړی وو.

د تحریک التوا وړاندې کولو پروخت د اې اېن پي پارليماني مشر اصغر خان اڅکزي غوښتنه وکړه چې د داسې پېښو مخنيوي لپاره دې کوټلي ګامونه واخیستل شي.

نوموړي وويل چې د پېښې پرضد خلک احتجاج کوي خو د ده په ادعا،"پوليس د ککړو کسانو پرضد له اېف ای ار درجولو انکار کوي."

XS
SM
MD
LG