د لاسرسي ځای

تازه خبر

اعظم ورسک: د جینکو په سکول د وسله والو په ډزو کې یو کس وژل شوی


د جنوبي وزیرستان په اعظم ورسک کې د نجونو په یو سکول د وسله والو په ډزو کې یو ځايي تن وژل شوی او د پوځ یو سرتېری ژوبل شوی دی.

د اعظم ورسک تاڼې د پولیسو مشر اېس اېچ او عالمګیر مسید د ډېسېمبر په لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وویل، د نجونو په ښوونځي "ارمي پبلک سکول" کې د یوه تقریب پر مهال ډزې شوې دي. یو ځايي اوسیدونکي هم مشال راډیو ته وویل، له نږدې غره نه وسله والو ډزې کړې دي.

اېس اېچ او عالمګیر مسید وايي، د پوځي سرتېرو او وسله والو ترمنځ د ډزو تبادله هم شوې ده. د ډزو د تبادلې پر مهال یو ځايي تن مستي خان وژل شوی او د پوځ سرتېری نایک محمد ګل ژوبل شوی دی. مشال راډیو په خپلواکه توګه نه شي تاییدولی چې منځګړی تن د چا په ډزو لګېدلی دی؟ خو د پولیسو مشر اېس اېچ او عالمګیر مسید وايي، دغه تن د وسله والو په ډزو لګېدلی دی.

اېس اېچ او عالمګیر مسید وايي، بریدکوونکي په تښتېدو بریالي شوي، دوی تر اوسه څوک نه دي نیولي خو د د لټون عملیات یې روان دي.

په اعظم ورسک کې پر پوځ د برید ذمه واري د تحریک طالبان پاکستان ویاند محمد خراساني قبوله کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG