د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هاليووډ ستورې انجېلينا جولي د پاکستان د سېلاب ځپلو سيمو په سفر ده


دا د انجلينا جولي پاکستان ته درېیم سفر دی. پخوانۍ انځور
دا د انجلينا جولي پاکستان ته درېیم سفر دی. پخوانۍ انځور

د هالیووډ سېنما پېژندل شوې ستورې او د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې (یو اېن اېچ سي ار) ځانګړې استازې انجېلینا جولي د سېلاب ځپلو سیمو د لیدو لپاره پاکستان ته رسېدلې ده.

د پاکستان د سيند صوبې چارواکو نن (د سېپټېمبر پر ۲۰مه) تایید کړه چې جولي اسلام اباد ته له رسېدو وروسته د سيند دادو سیمې ته ولاړه او د سېلاب ځپلو سیمو او خلکو لیدنه يې وکړه.

چارواکي وايي، نوموړې د زلزلې له کبله له اغېزمنو شويو ماشومانو او مېرمنو سره هم ملاقات او خبرې کړې دي او د مرستې ډاډ يې ورکړی دی.

انجېلینا جولي تر دې وړاندې هم دوه وارې پاکستان ته تللې. هغې په ۲۰۰۵ز کال کې تر زلزلې او په ۲۰۱۰ز کال کې تر راغلو سېلابونو وروسته پاکستان ته سفرونه کړي ول.

په پاکستان کې د روان ۲۰۲۲ز کال له جون مياشتې راهیسې د بارانونو او سېلابونو له وجې شاوخوا ۱،۵۵۰ کسان وژل شوي او تر ۳۳ ميليونه زيات اغېزمن شوي دي.

د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې (اېن ډي اېم اې) ويلي چې د جون له ۱۴مې راهیسې په وژل شويو کې ۵۵۲ ماشومان هم شامل دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG