د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې د سېلاب ځپلو سیمو معلوماتي سروې پیل شوې


د خیبر پښتونخوا په بېله مومندان سیمه کې یو کس تر سېلاب وروسته د خپل کور د بیا ودانولو چارې پیل کړي - د سېپټېمبر ۱۵مې انځور.
د خیبر پښتونخوا په بېله مومندان سیمه کې یو کس تر سېلاب وروسته د خپل کور د بیا ودانولو چارې پیل کړي - د سېپټېمبر ۱۵مې انځور.

د خیبر پښتونخوا حکومت په سېلاب ځپلو سیمو کې د اوښتو زیانونو په اړه د معلوماتو غونډولو سروې پیل کړې ده.

په دې لړ کې د سېپټېمبر پر ۱۴مه د اعلاوزیر محمود خان په مشرۍ غونډه وشوه. حکومت تر هغې وروسته په بیان کې ویلي دي چې د معلوماتو تر غونډولو وروسته به ټولو اغېزمنو ته په شفافه ډول د تاوانونو پیسې ورکوي.

د خیبر پښتونخوا په یوشمېر میداني سیمو کې وروستیو سېلابونو خلکو ته لوی مالي زیانونه اړولي دي.

د بېله مومندان اوسېدونکي وايي، سیمه یې سېلابونو زیاته ځپلې - د سېپټېمبر ۱۵مې انځور.
د بېله مومندان اوسېدونکي وايي، سیمه یې سېلابونو زیاته ځپلې - د سېپټېمبر ۱۵مې انځور.

د کابل سیند پر غاړه د بېله مومندان مېچنۍ سیمې اوسېدونکی تاج علي وايي، د اګست پر ۲۷مه یې په سېلاب کې نیمايي کور ړنګ شو.

۶۰ کلن علي د سېپټېمبر پر ۱۵مه مشال راډیو ته وویل، یو جریب کرنیزه ځمکه یې هم سېلاب وړې ده چې پکې فصل هم ولاړ وو. "یو جنرېټر ماشین هم په اوبو کې پروت دی. ما ورباندې خپله ځمکه خړوبوله. د جوارو ولاړ فصل مې هم سېلاب وهلی دی. په ۶۰ یا ۷۰ کلونو کې داسې سېلاب نه وو راغلی. زه خپله څاروي هم ساتم، بچي مې هم مزدوري کوي."

په جولای او اګست کې سېلابونو تر ټولو زیات زیان په بلوچستان، سیند او خیبر پښتونخوا صوبو کې واړاوه.

په پاکستان کې د جون میاشتې له نیمايي راهیسې په بارانونو او سېلابونو کې تر ۱،۴۸۰ زیات کسان وژل شوي دي، پر لکونه اېکړه ځمکه ولاړ فصلونه او باغونه لاهو شوي او شاوخوا ۳۳ مېلیونه خلک یې اغېزمن کړي دي.

په ۶۰ یا ۷۰ کلونو کې داسې سېلاب نه وو راغلی.
تاج علي

هلته د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې (اېن ډي اېم اې) اړوندو چارواکو ته د بیدار او تیار اوسېدو سپارښتنه کړې.

اېن ډي اېم اې وايي، د سېپټېمبر پر ۱۷مه او ۱۸مه د ستلج، راوي او چناب په سیندونو کې د اوبو د سطحې لوړېدو خطر دی نو ځکه دې چارواکي په سیند او پنجاب کې د سیندونو غاړو ته پراته خلک خوندي ځایونو ته انتقال کړي.

د خیبر پښتونخوا حکومت په خپل بیان کې دا نه دي ویلي چې اغېزمنو خلکو ته به څومره پیسې ورکوي. خو وزیراعظم میا شهباز شریف له ټولو ځپل شویو سره د پوره مرستو اعلان کړی دی. نوموړی د سېپټېمبر پر ۱۴مه د بلوچستان سېلاب ځپلو سیمو ته ورغلی وو او د پاکستانیو رسنیو په وینا، هلته یې د اغېزمنو خلکو د برېښنا د دوو میاشتو بېلونو بښلو اعلان وکړ.

د خیبر پښتونخوا د شوقدر سیمې اوسېدونکی خیال محمد وايي، د اګست په پای کې یې کور ته د سېلاب اوبه ننوتې وې چې له وجې یې کورنۍ کډه وکړه او تر ننه له کوره بهر اوسي.

نوموړی وايي، رکشه چلوي "کله مزدوري وي او کله نه وي. د اوړو [اخیستو] ته هم حیرانه یو. وس مو نه شته. کور مې ټول خراب شو."

دا په داسې حال کې ده چې د کاناډا حکومت د سېپټېمبر پر ۱۳مه د پاکستان له سېلاب ځپلو سره د ۲۵ مېلیونه ډالرو اضافي مرسته اعلان کړه.

تر دې شاوخوا یوه اوونۍ مخکې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش هم د پاکستان په دوه ورځني سفر وو چې پکې یې له نړیوالې ټولنې څخه د پراخو مرستو غوښتنه وکړه.

د پاکستان حکومت وايي، د جون له نیمايي راهیسې بارانونو او سېلابونو هېواد ته د ۳۰ اربه ډالرو مالي تاوان اړولی دی.

XS
SM
MD
LG