د لاسرسي ځای

تازه خبر

سعودي عرب پاکستان ته د ورکړیو ۳ اربه ډالرو د ستنولو موده غځوي


دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوو اوونیو کې د پاکستان روپۍ د امریکايي ډالرو پروړاندې خپل ارزښت په دوامداره توګه له لاسه ورکړی دی - پخوانی انځور.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوو اوونیو کې د پاکستان روپۍ د امریکايي ډالرو پروړاندې خپل ارزښت په دوامداره توګه له لاسه ورکړی دی - پخوانی انځور.

سعودي عرب ویلي دي چې پاکستان ته د ورکړي درې اربه ډالرو د پور پرې کولو نېټې د غځولو چارې نهايي کوي.

د پاکستان دولتي راډیو د مې پر ۲۴مه ویلي دي چې د سعودي عرب د مالي چارو وزیر محمد بن عبدالله الجدعان د سوېټزرلینډ په ډېووس ښار کې د نړیوال اقتصادي فورم په غونډه کې رویټرز اژانس ته ویلي دي چې سږ کال د پاکستان له دولتي بانکه خپل درې اربه ډالره نه باسي او په دې ترڅ کې یې زیاتره چارې سر ته رسولې دي.

د سعودي عرب حکومت د ۲۰۲۱ز کال په ډېسېمبر کې د یو کال لپاره د پاکستان په مرکزي بانک کې درې اربه ډالر ایښي ول او اسلام اباد ته یې د ۱،۲ اربه ډالرو تېلو د پیسو په ستنولو کې د یو کال رعایت ورکړی وو.

رویټرز اژانس وايي، الجدعان پر دې موضوع له نورو معلوماتو ورکولو ډډه وکړ.

دا تر هغې وروسته ده چې د پاکستان د مالي چارو وزیر مفتاح اسماعیل د مې پر پینځمه سعودي عرب ته د خپل سفر په اړه خبریالانو ته ویلي ول چې له هغه هېواده یې غوښتي دي چې سږ کال دې د پاکستان له مرکزي بانکه خپلې پیسې نه باسي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د اپرېل پر ۳۰مه سعودي عرب ته په خپل درې ورځني سفر کې د هغه هېواد له چارواکو سره د خپل هېواد پر اقتصادي مسلو خبرې کړې وې.

اسماعیل هم په هغه سفر کې د وزیراعظم ملګری وو او هلته یې له سعودي چارواکو سره پر مالي مرستو غږېدلی وو.

پاکستان له څه د پاسه درو کلونو راهیسې له اقتصادي او مالي مشکلاتو سره مخامخ دی او په تېرو اوونیو کې یې روپۍ په دوامداره توګه خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی. اوسمهال په هغه هېواد کې یو امریکايي ډالر په ۲۰۰ روپیو پلورل کېږي.

په تېرو درو کلونو کې په پاکستان کې د بهرنیو پیسو زېرمې کمې شوې دي چې له وجې یې روپۍ خپل ارزښت له لاسه ورکړی. همداراز، په هغه هېواد کې انفلېشن (افراط زر) هم زیات شوی دی او اقتصادي هلې ځلې ټکنۍ شوې.

د پاکستان حکومت روانه میاشت د مالي او اقتصادي ستونزو د هواري په موخه په قطر کې د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف) سره د نوي پور پر شرطونو او د پخواني هغه د پرې کولو مودې پر غځولو وغږېد.

تر دې مخکې اسلام اباد د ۲۰۱۹ز کال په جولای کې له ای اېم اېف سره موافقه کړې وه چې ورسره سم، هغه اداره پاکستان ته د ۳۹ میاشتو په موده کې د شپږ اربه ډالرو پر پور ورکولو سلا شوه. خو د کورونا وایرس جهاني وبا او د ای اېم اېف له لوري د شرطونو په مکمل ډول د نه پوره کېدو له امله دغه عمل د ځنډ ښکار شو.

د خزانې پخواني وزير شوکت ترین د ۲۰۲۱ز کال د ډېسېمبر په پای کې د اضافي بجټ مسودې تر وړاندې کولو وروسته ویلي ول چې حکومت د ای اېم اېف شرطونه پوره کولو لپاره د ټیکسونو زیاتولو وړاندیز کړی دی او "بله لاره ورسره نه وه."

د ای اېم اېف په شرطونو کې د مالیو زیاتول، د ټیکسونو استثنا او پر یوشمېر شیانو د حکومتي رعایت ختمول شامل ول. پخواني حکومت په فبرورۍ کې ویلي ول چې د شرطونو له پوره کېدو سره سم ورته د پیسو نړیوال صندوق د یو ارب ډالرو ورکول منظور کړي دي. د پورونو له پروګرام سره سم، پاکستان تر اوسه له ای اېم اېفه څلور قسطه ترلاسه کړي دي.

XS
SM
MD
LG