د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ۲۰ اووریز کرکټ نړيوال جام: پاکستان له نيو زيلینډ‌ او هند له انګلینډ سره نيمه پايلوبې کوي


د هند لوبډله د نړيوال ۲۰ اووریز کرکټ له جام سره ولاړه ده - د نومبر شپږمې انځور.
د هند لوبډله د نړيوال ۲۰ اووریز کرکټ له جام سره ولاړه ده - د نومبر شپږمې انځور.

په اسټراليا کې په ۲۰ اووریز کرکټ نړيوال جام کې هندۍ لوبډلې زېمبابوې ته ماتې ورکړه او په دې توګه د سیاليو د نيمه پايلوبو (سيمي فاینل) ټولې لوبډلې معلومې شوې.

د نړيوال جام د سیاليو لومړۍ نيمه پايلوبه به د نومبر پر نهمه د نيو زیلینډ او پاکستان او دویمه نيمه پايلوبه به د نومبر پر ۱۰مه د هند او انګلینډ (انګلستان) ترمینځ کېږي. په دوی کې دوې ګټونکې لوبډلې به پايلوبې (فاينل) ته ووځي چې ټاکل شوې د نومبر پر ۱۳مه وشي.

د نومبر پر شپږمه هند په مېلبرن کې زېمبابوې ته په ۷۱ منډو ماتې ورکړه. هند لومړی بیټېنګ وکړ او په ۲۰ اوورونو کې یې د پینځو لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۸۶ منډې جوړې کړي. سوريا کمار يادو په ۲۵ بالونو ۶۱ منډې وکړي او د سیالۍ غوره لوبغاړی اعلان شو. د زېمبابوې ټوله لوبډله په ۱۸ اوور کې په ۱۱۵ رنز اوټ شوه.

تر دې مخکې، د نومبر پر شپږمه هالينډ جنوبي افریقا او پاکستان بنګلادېش ته ماتې ورکړه. له دې سره جنوبي افریقا نيمه پایلوبې ته له وتلو پاتې خو پاکستان ورته ورسېد.

د اسټراليا په ایډېلېډ کې په لومړۍ سیالۍ کې هالینډ د جنوبي افریقا پر وړاندې په ۲۰ اوورونو کې د څلورو لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۵۸ منډې جوړې کړي. د هالینډ کولين اکرمېن په ۲۶ بالونو ۴۰ رنز وکړل او د سیالۍ غوره لوبغاړی شو.

جنوبي افریقا ټاکلی هدف پوره نه کړای شو او په ۲۰ اوورونو کې یې د اتو لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۴۵ منډې وکړې. په دې توګه هغوی دا سیالي په ۱۳ رنز وبايلله او ورسره له نړيوال جامه هم ووتل. که د جنوبي افریقا لوبډلې دا سیالي ګټلې وای، نيمه پايلوبې ته وتله.

په دویمه سیالۍ کې پاکستان بنګلادېش ته په ۵ وېکټو ماتې ورکړه. په ايډېلېډ کې شوې سیالۍ کې لومړی بیټېنګ بنګلادېش وکړ او په ۲۰ اوورونو کې یې د اتو لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۲۷ منډې جوړې کړي. پاکستان دا هدف په ۱۹م اوور کې د پینځو وېکټو په زیان پوره کړ.

شاهین شاه اپرېدي په څلورو اورونو کې د ۲۲ رنز په ورکولو او څلور لوبغاړو په سوځولو سره د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG