د لاسرسي ځای

تازه خبر

راشد خان د افغانستان زلزله ځپلو لپاره مرسته ټولوي


راشد خان وايي، لا هم ډېرو پیسو ټولولو ته اړتیا لري - پخوانی انځور.
راشد خان وايي، لا هم ډېرو پیسو ټولولو ته اړتیا لري - پخوانی انځور.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نومیالي لوبغاړي راشد خان ویلي، له زلزله ځپلو لپاره یې څه باندې یو لک پاونډه چنده (بسپنه) ټوله کړې ده.

راشد خان د بسپنې ټولولو کمپاین انلاین پیل کړی او د جون ۲۵مې پر ماخوستن یې پر ټوېټر په بیان کې لیکلي چې لا هم خورا زیاتو پیسو ټولو ته اړتیا لري. نوموړي په بیان کې له خلکو څخه د مرستو غوښتنه کړې.

راشد خان د زلزله ځپلو لپاره د پیسو ټولولو عمل د ګو فنډ مي په نوم پر یوه ووبپاڼه پیل کړی. هغه ووبپاڼه چندو او خیراتونونو غونډولو د کمپاینونو لپاره کارېږي چې له لارې یې خلک له خپل وس سره سم، پیسې ورکوي.

د جون پر ۲۲مه نیمه شپه په زلزله کې د پکتیکا، خوست، پکتیا او ننګرهار ولایتونو زرګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته او ګڼې کورنۍ له سرپناه بې برخې شوې. زلزلې تر ټولو زیات زیان د پکتیکا په ګیان او برمل ولسوالیو کې اړولی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG