د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ۲۰ اووریز کرکټ نړیوال جام کې اسټرالیا او نیو زیلینډ خپلې سیالۍ وګټلې


د نومبر پر څلورمه د اسټرالیا او افغانستان لوبغاړي تر سیالۍ وروسته.
د نومبر پر څلورمه د اسټرالیا او افغانستان لوبغاړي تر سیالۍ وروسته.

د ۲۰ اووریز کرکټ په نړیوال جام کې اسټرالیا د افغانستان او نیو زیلینډ د ایرلینډ ملي لوبډلو ته ماتې ورکړه.

د نومبر پر څلورمه په ایډېلېډ کې کوربه اسټرالیا د افغانستان پر وړاندې لومړی بیټېنګ وکړ او په ۲۰ اوورونو کې یې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۸ منډې جوړې کړې.

د اسټرالیا ګلېن میکسوېل ۵۴ او مېچل مارش ۴۵ منډې وکړې. د افغانستان نوین الحق درې او فضل الحق فاروقي دوه لوبغاړي وسوځول.

په ځواب کې د افغانستان لوبډلې د اووه وېکټو زیان ۱۶۴ منډې جوړې کړای شوې. د افغانستان راشد خان په وروستیو اوورونو کې خورا چټکه لوبه وکړه او په ۲۳ بالونو یې ۴۸ منډې جوړې کړې. د افغانستان ګلبدین نایب ۲۹ منډې وکړې.

د لوبې غوره لوبغاړی د اسټرالیا ګلېن میکسوېل شو.

تر دې مخکې په لومړۍ سیالۍ کې نیو زیلینډ د ایرلینډ لوبډلې ته په ۳۵ منډو ماتې ورکړه.

نیو زیلینډۍ لوبډلې د ایډېلېډ په لوبغالي کې په لومړي بیټنګ کې د شپږو وېکټو په تاوان ۱۸۵ منډې جوړې کړې. په ځواب کې د ایرلینډ لوبډلې د نهو لوبغاړو په سوځېدو په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې ۱۵۰ منډې جوړې کړای شوې.

ټاکل شوې چې د نومبر پر پینځمه د سري لنکا او انګلستان لوبډلې یو بل ته مخامخې شي.

په اسټرالیا کې د ۲۰ اووریزه کرکټ نړیوال جام سیالۍ د اکتوبر له ۱۶مې راهیسې روانې دي او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د نومبر پر ۱۳مه وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG