د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړيوال ۲۰ اووریز کرکټ جام: پاکستان جنوبي افریقا ته ماتې ورکړه


د نومبر پر درېیمه پاکستان او جنوبي افریقې د لوبې يو تصوير
د نومبر پر درېیمه پاکستان او جنوبي افریقې د لوبې يو تصوير

په اسټراليا کې په روان ۲۰ اووریزه کرکټ نړيوال جام کې پاکستان جنوبي افریقا ته په ۳۳ رنز ماتې ورکړه.

د نومبر پر درېيمه په سېډني کې شوې په سيالۍ کې پاکستان د لومړي بیټېنګ په کولو په ۲۰ اوورونو کې یې د نهو لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۸۵ منډې وکړې. تر ټولو ډېر رنز شاداب خان وکړل او په ۲۲ بالونو یې ۵۲ منډې جوړې کړي. په بالېنګ کې نوموړي دوه لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

د جنوبی افریقا د بیټينګ پر وخت باران وشو چې له وجې یې لوبه لنډه کړل شوه او د هغوی لپاره نوی هدف په ۱۴ اوورونو کې ۱۴۲ رنز کښېښوول شول. خو دوی په ټولو اوورونو کې د نهو لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۰۸ منډې جوړې کړې.

د نومبر پر څلورمه اسټراليا له افغانستان او ايرلینډ د نيو زيلینډ سره سیالي لري.

پاکستان به خپله وروستۍ سيالي د نومبر پر شپږمه له بنګلادېش او جنوبي افریقا به یې په همدغه نېټه له زېمبابوې سره کوي.

۲۰ اووریزه نړيوال کرکټ کپ د اکتوبر پر ۱۶مه په اسټراليا کې پیل شو چې پایلوبه به یې د نومبر پر ۱۳مه کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG