د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند د ۲۰ اووریز کرکټ نړیوال جام سیالۍ کې پاکستان ته ماتې ورکړه


هندۍ لوبډله د خپل بیټېنګ په پیل کې له مشکلاتو سره مخامخ وه خو وروسته کوهلي او پانډیا په شریکه ۱۱۳ منډې جوړې کړې - د اکتوبر ۲۳مې انځور.
هندۍ لوبډله د خپل بیټېنګ په پیل کې له مشکلاتو سره مخامخ وه خو وروسته کوهلي او پانډیا په شریکه ۱۱۳ منډې جوړې کړې - د اکتوبر ۲۳مې انځور.

هندۍ لوبډلې په اسټرالیا کې د کرکټ په ۲۰ اووریز نړیوال کپ کې پاکستان ته په څلور وېکټو ماته ورکړه.

هند د اکتوبر پر ۲۳مه د پچې تر ګټلو وروسته پاکستان ته د بیټېنګ کولو بلنه ورکړه او هغوی په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۹ منډې وکړې.

د پاکستان له خوا تر ټولو ډېرې منډې شان مسعود او افتخار احمد وکړې. مسعود په ۴۲ بالونو د پینځو څلوریزو په مرسته ۵۲ منډې وکړې. خو افتخار احمد چټکه لوبه وکړه او یوازې په ۳۴ توپونو یې د څلور شپږیزو او دوو څلوریزو په مرسته ۵۱ منډې وکړې.

د هند له خوا ارشدیپ سېنګ او هاردېک پانډیا درې، درې وېکټې واخیستې او محمد شامي‌ او بوبېنېشور کمار یو، یو لوبغاړی وسوځاوه.

څه د پاسه ۹۰،۰۰۰ کسان د مېلبرن په کرکټ لوبغالي کې د هند او پاکستان سیالۍ لیدلو ته ورغلي ول.

د اکتوبر پر ۲۳مه لوبې ته څه د پاسه ۹۰،۰۰۰ نندارچیان ورغلي ول.
د اکتوبر پر ۲۳مه لوبې ته څه د پاسه ۹۰،۰۰۰ نندارچیان ورغلي ول.

د هند لوبډلې د بیټېنګ پیل ښه نه وو او یوازې پر ۳۱ منډو یې څلور لوبغاړي اوټ شوي ول خو وېرات کوهلي او هاردېک پانډیا په زړه پورې لوبه وکړه.

کوهلي‌ او پانډیا په شریکه ۱۱۳ منډې وکړې. پاڼډیا د ۴۰ منډو تر جوړولو وروسته وسوځېد.

خو کوهلي د لوبې تر پایه ولاړ وو او په ۵۳ توپونو یې ۸۳ منډې وکړې چې څلور شپږیزې او شپږ څلوریزې پکې شاملې وې.

د هند لوبډلې ورته ټاکل شوی د ۱۶۰ منډو هدف د لوبې په ورستي‌ بال پوره کړ او سیالي یې وګټله.

د پاکستان له خوا محمد نواز او حارث رووف دوه، دوه وېکټې واخیستې خو نسیم شاه یو لوبغاړی اوټ کړ. د هند شپږم لوبغاړی بابر اعظم رن اوټ کړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG