د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې د بلدیاتي ټاکنو د دوهم پړاو نېټه د مارچ ۲۸مه اعلان شوه


د خيبر پښتونخوا په ۱۷ ضلعو کې بلدیاتي انتخابات د ډېسېمبر پر ۱۹مه وشول. انځور- ارشیف
د خيبر پښتونخوا په ۱۷ ضلعو کې بلدیاتي انتخابات د ډېسېمبر پر ۱۹مه وشول. انځور- ارشیف

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د خیبر پښتونخوا په ۱۸ ضلعو کې د بلدیاتي انتخاباتو د دویم پړاو نېټه اعلان کړې ده.

کمېشن د جنورۍ پر ۲۰مه په بیان کې ویلي چې د مارچ پر ۲۷مه به د څلورو قبایلي سیمو په ګډون به په پاتې ضلعو کې انتخابات وکړي.

د جنورۍ په ۲۱مه د خیبر پښتونخوا صوبې د الیکشن کمیشن ترجمان سهیل احمد مشال ریډیو ته وويل، دا اتلس ضلعې دي، چې پکې کمیشن د انتخاباتو مهالوېش اعلان کړی دی،

نوموړی وايي، دغه انتخابات د کلیو او چم ګاونډ د کونسلونو علاوه د تحصیل کونسل لپاره دي، چې د اورکزو، کرمې، شمالي او جنوبی وزیرستان نه علاوه به په ایبټ آباد، مانسهره، بټګرام، تورغر، کوهستان بره، کوهستان لاندې، کولي پالس کوهستان، سوات، ملاکنډ، شانګله، لاندې دیر، بره دیر، بره چترال او لاندې چترال کې به دغه انتخابات کیږی. دی زیاتوي چې د صوبې خلک به د ښاروالیو، تحصیلونو، کلیو او چم ګاونډ د شوراګانو ترڅنګ د ښځو، ځوانانو او لږکیو څوکیو لپاره خپل استازي ټاکي.

د الیکشن کمیشن ترجمان سهیل احمد وايي، نوماندان به د فبرورۍ له اوومې څخه تر ۱۱مې پورې خپل اسناد جمع کوي چې تر هغې وروسته به یې د کاغذونو د ارزونې بهیر پیلېږي. د ده په خبره ، د امېدوارانو وروستی نوملړ به د فبرورۍ پر ۲۵مه خپروي او بیا به ورته انتخاباتي نښې ورکوي.

د اورکزو ماموزو د سیمی اوسېدونکي او په راروان بلدیاتي انتخاباتو کې د ازاد کاندید په حیثیت برخه اخیستونکي رحمت جانان مشال ریډیو ته د جنورۍ پر ۲۱مه وویل، د دوی سیمې ډېر پسمانده پاتې شوې دي، هر څوک چې منتخب شي، باید په سیمه کې د ترقۍ کارونه وکړي.

''هغه سهولتونه چې په پېښور، کوهاټ یا نورو بندوبستي ضلعو کې دي، هغه موږ نه لرو، زموږ په اورکزو کې او په خاصه توګه اپر تحصیل لا هم ړنګ پروت دی، بله دا چی زموږه مسئلې په یوه ورځ هوارېږی هم نه، خو دا ترتیب به په کراره کراره جوړېږی، په هغه کې سړکونه او هسپتالونه دي.))​

له کرمې څخه د جمیعت علما اسلام (ف) غړی احسان الله احسان وایي، دوی بلدیاتي انتخاباتو ته ډېر انتظار کړی، خو وایي، اوس خوشاله دی، چی دغه ارمان به یې پوره شي. احسان الله احسان وایی، دی به د تحصیل چیېرمین لپاره د نامزدګۍ کاغذونه جمع کوي.

''زموږ خلک چې تر څو خپلواکه شوي نه وي، نو هېڅ ترقي به و نه کړي او بنیادي مسئلې به هوارې نه شي، نو دې بلدیاتي نظام کې به دا ښه وي، چې خلک به پخپله را اوچت شي، او خپلې مسئلې به پخپله هواروي.))​

تر دې مخکې د ډېسېمبر پر ۱۹مه د خیبر پښتونخوا د درو قبایلي سیمو په ګډون په ۱۷ ضلعو کې د بلدیاتي انتخاباتو لومړی پړاو ترسره شوی وو او ټاکل شوې وه چې دویمه مرحله یې د جنورۍ په نیمايي کې وشي، خو کمېشن د یخنۍ له وجې ټاکنې تر پسرلي وځنډولې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG