د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوڅ زده کوونکو سازمان او کورنۍ د فېروز بلوڅ د خوشې کولو غوښتنه کوي


د پاکستان په سرښار اسلام اباد کې د ورکو بلوڅانو خپلوان د هغوی د خوشې کولو لپاره احتجاج کوي ــ انځور له ارشيفه
د پاکستان په سرښار اسلام اباد کې د ورکو بلوڅانو خپلوان د هغوی د خوشې کولو لپاره احتجاج کوي ــ انځور له ارشيفه

د بلوڅ زده کوونکو سازمان (بي اېس او) مشرانو ويلي، د ۲۰۲۲ز کال د مې پر ۱۱مه له پیر مهر علي شاه باراني پوهنتون راولپېنډۍ څخه يو بلوڅ زده کوونکی فېروز بلوڅ ورک شوی دی.

زده کوونکو د جون پر ۱۴مه په اسلام اباد پرېس کلب کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې غوښتنه وکړه چې فېروز بلوڅ دې ژرترژره خوشې شي.

پر دې مهال د فېروز بلوڅ پلار نور بخش بلوڅ وویل چې زوی یې د خپل پوهنتون کتابتون ته روان وو چې وتښتول شو. د نوموړي په وينا، تر اوسه یې د زوی هېڅ درک نه دی معلوم. "زه خپل قام او ادارو ته منت کوم چې که زما زوی له هر چا سره وي، نو مهرباني دې وکړي، خوندي دې یې راخوشې کړي."

تر اوسه معلومه نه ده چې فېروز بلوڅ چا تښتولی او پلار یې هم پر چا د هغه د ورکولو تور پورې نه کړ خو تر دې وړاندې د لادرکه بلوڅانو کورنۍ او د ورکو کسانو د حقونو لپاره مبارزه کوونکو سازمانونو یې تور د پاکستان پر پوځ او استخباراتي ادارو پورې کړی، خو پوځ او استخباراتي ادارو په وار وار دا تورونه رد کړي دي.

البته په ۲۰۱۹ز کال کې د پوځ پخواني وياند مېجر جنرال اصف غفور ویلي ول، نه غواړي څوک په زوره ورک کړي خو په "جنګ کې هر څه جايز" دي. هغه زیاته کړې وه چې ځينې ورک ګڼل کېدونکي بلوڅان له وسله والو ډلو سره يو ځای شوي ول چې په عملياتو کې وژل شوي دي.

په اسلام اباد کې د ورکو بلوڅانو موندلو لپاره احتجاجي لاریون
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:24 0:00

په اسلام اباد کې د بلوڅ زده کوونکو سازمان تر خبري غونډې وروسته، د بشري حقونو فعالې او قانون پوهې ايمان مزارۍ مشال راډيو ته وويل چې د ورکو شويو بلوڅ زده کوونکو قضيې په اسلام اباد های کورټ، د لاهور های کورټ په مرکزي څانګې او د لاهور های کورټ په راولپېنډۍ څانګې کې جمع دایرې شوې دي. "د فيروز بلوڅ قضيه په لاهور های کورټ راولپېنډۍ څانګه کې جمع شوې وه. هلته يو نوی جج راغلی او هغه دغه قضيه خارج کړه. موږ اوس دا قضيه اسلام اباد های کورټ ته راوړو."

د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې تر دې وړاندې هم يوشمېر بلوڅ زده کوونکي تري تم کړل شوي چې ځينې يې بېرته خوشې شوي او نور لا هم ورک دي.

د جون پر اوومه د کراچۍ پوهنتون دوه زده کوونکي دودا بلوڅ او ګمشاد بلوڅ تري تم شول چې تر پرله پسې احتجاجونو او مظاهرو وروسته د جون پر ۱۳مه ناوخته خوشې شول.

په پاکستان کې د تري تم شويو کسانو د موضوع د هواري او څېړنې لپاره په ۲۰۱۱ز کال کې يو حکومتي کمېشن جوړ شو. کمېشن پر خپله ووبپاڼه ليکلي چې تر دې دمه ورته د څه باندې ۸،۶۵۰ لادرکه کسانو قضيې وروړل شوي چې د ۶،۴۰۸ کسانو هغه يې هواري کړي او څه باندې ۲،۰۰۰ لادرکه کسانو په اړه یې پلټنو ته دوام ورکړی دی.

اخوا د ورکو کسانو لپاره غږ پورته کوونکي سازمانونه دا شمېر لسګونه زره ښيي. دوی وايي د یوشمېر لادرکه کسانو کې خراب شوي مړي موندل شوي خو نور لا هم له کلونو راهيسې ورک دي.

د بښنې نړيوال سازمان اېمنسټي انټرنېشنل د مارچ پر ۲۹مه په خپل کلني راپور کې ويلي ول چې په پاکستان کې په زوره د خلکو ورکولو تور پر امنيتي ځواکونو پورې کېږي او هغوی دا واک لري چې خلک خوشې کړي. د دوی په وينا، له امنيتي ځواکونو باید "حساب وغوښتل" شي ځکه چې په وينا یې که د حساب ورکولو ویره نه وي‌ نو دا مسله به همداسې ناحله پاتې وي.

هلته د پاکستان حکومت د مې پر ۳۰مه په زوره د خلکو د تري تم کولو د مخنيوي په اړه يوه کمېټۍ جوړه کړه چې مشر يې د دې هېواد د قانون او انصاف وزير اعظم نذير تارړ دی.

XS
SM
MD
LG