د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران اوس هم طالبانو ته وسلې ورکوي: پامپېو


پامپېو وايي، په افغانستان کې وسله‌ وال سیمه ‌ییز ملاتړي لري.
پامپېو وايي، په افغانستان کې وسله‌ وال سیمه ‌ییز ملاتړي لري.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر وایي، ایران اوس هم له طالبانو سره د وسلو مرسته کوي.

مایک پامپېو له مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، پخوا روسیې هم له طالبانو سره پوځي مرسته کړې.

د پامپېو د څرګندونو په اړه تهران او مسکو سمدستي څه نه دي ویلي خو په تېرو وختونو کې یې دا تورونه بې بنسټه بللي.

پامپېو وایي، تر هغو چې امریکا په افغانستان کې سرتېري لري، واشنګټن به یې د خوندیتوب هڅو ته دوام ورکوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، پوهېږي چې د افغانستان وسله‌ وال مخالفان سیمه‌ ییز ملاتړي لري.

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړي چې د افغانستان حکومت او طالبان خپلمنځیو خبرو ته نېږدې شوي او تازه پاکستاني چارواکو ویلي، د پخلاینې دې بهیر کې به رغنده رول ولوبوي.

د پامپېو ویډیويي مرکه وګورئ

مایک پامپېو: ایران طالبانو ته وسلې ورکوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:03 0:00

نوموړي د اګست پر ۱۲مه د چېک جمهوریت پلازمېنې پراګ ته د سفر پر مهال مشال راډیو ته په ځانګړې مرکه کې وویل:

"موږ په ډاګه کړې، موږ په تاریخ پوهېږو. موږ پوهېږو چې پخوا روسیې طالبان تجهیزول، موږ پوهېږو چې ایران تر نن ورځې پورې هم د طالبانو سمبالولو ته دوام ورکړی، ځکه موږ پر دې واقعیتونو پوهېږو، موږ هر یوه ته خپل نیتونه څرګند کړي، موږ به د امریکایي ځواکونو د خوندیتوب او دفاع لپاره هر هغه څه وکړو چې اړتیا ورته لرو، د دې کار لپاره موږ ته د غوڅ ملاتړ ماموریت د هر سرتېري خوندیتوب مهم دی، هغه که د چېک جمهوریت سرتېری وي یا د بل کوم هېواد."

تر دې وړاندې نیویارک ټایمز ورځپاڼې د جون پر ۲۶مه د لومړي ځل لپاره رپورټ ورکړ چې د روسیې استخباراتو په افغانستان کې طالبانو ته پیسې ورکړي چې امریکایي پوځیان ووژني.

روسيې دا تورونه رد کړي دي.

پامپېو وویل: "څه چې موږ ویلي، هغه دا دي، که چېرې روسیې د امریکایانو یا نورو لوېدیځوالو د وژلو لپاره د پیسو وړاندیز کړی وي، نو دوی به یې لوی قیمت ادا کړي. دا هغه څه دي چې ما د روسیې بهرنیو چارو له وزیر سېرګې لاوروف سره هم شریک کړل، زموږ پوځ هم په دې تړاو د روسیې له لوړپوړو چارواکو سره خبرې کړي، موږ د دې کار اجازه نه ‌ورکوو او زغملی یې هم نه‌ شو."

دا په داسې حال کې ده چې د اګست پر نهمه په کابل کې د سولې مشورتي لویې جرګې پرېکړه وکړه چې پاتې ۴۰۰ طالب بندیان دې خوشي شي.

د سولي په چارو کې د افغانستان دولت وزارت وایي، بین الافغاني خبرې ښايي د اګست له ۱۸مې تر ۲۰مې نیټې پورې په قطر کې پیل شي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي

په دوحې کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین هم ويلي چې که ټول بندیان یې خوشې شي نو په یوه اوونۍ کې له افغان حکومت سره خبرې پيلوي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اګست پر ۱۰مه په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د يو شمېر لوړپوړو افغان چارواکو په حضور کې د طالبانو لخوا د ورکړل شوي ۵،۰۰۰ کسيز نوملړ کې د شاملو بندیانو د بښنې فرمان لاسلیک کړ.

افغان حکومت د طالبانو ۴،۶۰۰ بنديان وار له مخه خوشې کړي ول خو پاتې ۴۰۰ يې د سولې مشورتي لويې جرګې تاييد ته ايسار کړي ول.

په جرګه کې د افغانستان له بېلا بېلو سيمو ۳،۴۰۰ کسانو ګډون کړی وو.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG