د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر د ۴۰۰ طالب بنديانو د خوشې کولو فرمان لاسليک کړ


افغان ولسمشر په ارګ د ۴۰۰ طالب بنديانو د خوشې کولو فرمان لاسليکوي.
افغان ولسمشر په ارګ د ۴۰۰ طالب بنديانو د خوشې کولو فرمان لاسليکوي.

افغان ولسمشر د ۴۰۰ طالب بنديانو د خوشې کولو فرمان لاسليک کړ. له ارګه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې محمد اشرف غني پرون ماښام (د اګست پر ۱۰مه) په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د يوشمېر لوړپوړو افغان چارواکو په حضور کې د طالبانو لخوا د ورکړل شوي ۵۰۰۰ کسيز نوملړ کې د شاملو محکومینو د بښنې فرمان لاسلیک کړ.

افغان حکومت د طالبانو ۴۶۰۰ بنديان وار له مخه خوشې کړي وو خو پاتې ۴۰۰ يې د سولې مشورتي لويې جرګې تاييد ته ايسار کړي وو. په کابل کې د اګست له اوومې تر نهمې نېټې تر سره شوې دغې درې ورځنۍ جرګې د ۴۰۰ طالب بنديانو د خوشې کولو پرېکړه تاييد کړه. په دې جرګه کې د افغانستان له بېلا بېلو سيمو ۳،۴۰۰ کسانو ګډون کړی و.

د روان ۲۰۲۰م کال د فبروري پر ۲۹مه په قطر کې د امريکا او افغان طالبانو تر منځ د سولې تړون له مخې د بين الافغاني خبرو د پيل شرط د بنديانو له خلاصون سره تړل شوی و. په تړون کې ويل شوي و چې افغان حکومت به د طالبانو ۵۰۰۰ بنديان او طالبان به د افغان حکومت ۱۰۰۰ بنديان خوشي کوي.

د سولي په چارو کې د دولت وزارت وایي چې د اګست له ۱۸مې تر ۲۰مې نیټې پورې به بین الافغاني خبرې په قطر کې پیل شي. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین هم ويلي که د دوی بندیان خوشې کړل شي نو دوی به په یوه اوونۍ کې له افغان حکومت خبرې پيل کړي.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د بين الافغاني خبرو د لومړي پړاو کولو اعلان د سولې مشورتي لويې جرګې مشر او د افغانستان د مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله جرګې ته په وينا کې کړی و.

څو اوونۍ وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر ویلي و چې د بين الافغاني خبرو د کوربتوب لپاره ۱۲ هېوادونو ورته وړاندیز کړی دی. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین هم ويلي چې دغه خبرې اترې به په قطر کې پیلیږي خو نور پړاوونه به يې د دواړو لوریو د توافق په نتيجه کې په ټاکل شوي هېواد کې کيږي.

بلخوا د ناټو سرمنشي ينز ستولتنبرګ وایي چې له ولسمشر اشرف غني او د مصالحې د عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره یې د بین الافغاني خبرو د پیل په اړه خبرې کړې دي.

نوموړي پرون ماښام پر خپل ټویټر ليکلي چې ده په دې خبرو کې په افغانستان کې د سولي د خبرو هرکلی کړی دی. د هغه په وینا ټول اړخونه باید له رامنځته شوي تاریخي فرصت څخه ګټه پورته کړي.

XS
SM
MD
LG