د لاسرسي ځای

تازه خبر

یو شمېر هېوادونو د لویې جرګې او افغان ولسمشر د پرېکړو هرکلی کړی


لویې جرګې د جمعې پر ورځ بحث پیل کړ
لویې جرګې د جمعې پر ورځ بحث پیل کړ

د نړۍ یو شمېر هېوادونو د طالب بندیانو خوشې کولو په اړه د افغانستان د مشورتي لویې جرګې د پرېکړه لیک او د ولسمشر اشرف غني د اعلان هرکلی کړی دی.

دا تر هغې وروسته ده چې د اګست پر نهمه جرګې حکومت ته د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو سپارښتنه وکړه او ولسمشر اشرف غني یې د عملي کولو اعلان وکړ.

مشورتي لویه جرګه د اګست پر شپږمه پیل شوه او پر نهمه د پرېکړه لیک له خپرولو سره پای ته ورسېده چې پکې د بندیانو خوشې کولو په ګډون پر طالبانو هم غږ شوی چې بې له کومې پلمې دې له افغان حکومت سره خبرې پیل کړي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د اګست نهمې شپې ناوخته پر ټوېټر په بیان کې د لویې جرګې د پرېکړه لیک او د ولسمشر د څرګندونې هرکلی کړی او تمه یې ښوولې چې په راتلونکو څو ورځو کې د بندیانو خوشې کولو بهیر بشپړ شي چې ورسره سم د افغانستان مرکچي ټیم د قطر پلازمېنې دوحې ته ورشي او له طالبانو سره خبرې پیل کړي.

نوموړي د بندیانو ازادول یو لوی کار بللی چې په خبره یې ورسره تر ۴۰ کلنې جګړې وروسته د سولې تاریخي موقع پیدا شوې چې ورڅخه به ټول افغانان برخمن شي او په سیمه ییز امنیت کې به رول ولوبوي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رولاند کوبیا هم د ولسمشر غني د پرېکړې هرکلی کړی او پر ټوېټر یې لیکلي چې اوس دې طالبان هم متقابل عمل وکړي.

ده ویلي چې طالبان دې بیړنی اوربند اعلان او له افغان حکومت سره خبرې پیل کړي.

تر دې مخکې پاکستان او جرمني هم د اګست پر نهمه د لویې جرګې پرېکړه وستایله او د بین الافغاني خبرو د ژر پیل ټینګار یې وکړ.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین د جرګې مخالفت ښوولی وو خو د پرېکړه لیک هرکلی یې کړی دی.

د جرګې په اړه ویډيويي رپورټ

لویې جرګې د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو سپارښتنه وکړه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:20 0:00

د فبرورۍ پر ۲۹مه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له موافقې سره سم، ټاکل شوې وه چې افغان حکومت به د طالبانو ۵،۰۰۰ او طالبان به د افغان حکومت ۱،۰۰۰ بندیان خوشې کوي چې تر هغې وروسته په مارچ کې د دواړو ترمنځ د مذاکراتو د پیل ویل شوي ول خو پر دې او نورو موضوعاتو د اختلافاتو له وجې دا کار تر اوسه ځنډېدلی.

افغان ولسمشر اشرف غني ویلي ول چې د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو واک نه لري ځکه چې په وینا یې هغوی جرمي قضیې لري.

افغان حکومت او طالبان وايي، زیاتره بندیان یې خوشې کړي دي.

افغان حکومت له طالبانو سره د خبرو لپاره د معصوم ستانکزي په مشرۍ مرکچي پلاوی جوړ کړی.

سهېل شاهین د اګست پر نهمه وویل، د طالبانو له لوري به د عباس ستانکزي په مشرۍ ډله له افغان حکومت سره خبرې کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG