د لاسرسي ځای

تازه خبر

قریشي: پاکستان د افغانستان سولې په بهیر کې رول لوبولو ته دوام ورکوي


قریشي د اګست پر ۱۲مه له افغان سفیر عاطف مشعل سره ولیدل - د ارشیف انځور
قریشي د اګست پر ۱۲مه له افغان سفیر عاطف مشعل سره ولیدل - د ارشیف انځور

د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي وايي، د افغانستان سولې بهیر ترڅنګ د سیمې په ثبات کې خپل رول لوبولو ته دوام ورکوي.

د پاکستان دولتي راډیو وايي، نوموړي دا څرګندونې د اګست پر ۱۲مه په اسلام اباد کې د افغانستان له سفير شکر الله عاطف مشعل سره د هغه د مخه ښې په کتنه کې وکړې.

مشعل په جولای کې د سفیر په توګه له دندې استعفا ورکړه او ویلي یې ول چې غواړي خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

قریشي وويل چې د سيمې دومداره امنیت او ثبات د افغانستان له سولې سره تړلی دی.

ده زیاته کړه چې بین الافغاني مذاکرات به په افغانستان کې تلپاتې سولې ته لاره هواره کړي.

مشعل پر ټوېټر په بیان کې لیکلي چې له قریشي سره یې د مخه ښې په غونډه کې د پاکستان د هلو ځلو او په کابل کې د مشورتي لویې جرګې د پرېکړه لیک ملاتړ مننه وکړه.

افغان سفیر د اګست پر ۱۲مه پر ټوېټر په بل بیان کې لیکلي چې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره یې هم لیدلي او هغه ورسره په خبرو کې د بین الافغاني خبرو د ژر پیل هیله ښوولې.

دا په داسې حال کې ده چې د اګست پر نهمه په کابل کې د سولې مشورتي لویې جرګې پرېکړه وکړه چې پاتې ۴۰۰ طالب بندیان دې خوشي شي.

د سولي په چارو کې د افغانستان دولت وزارت وایي، بین الافغاني خبرې ښايي د اګست له ۱۸مې تر ۲۰مې نیټې پورې په قطر کې پیل شي.

په دوحې کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین هم ويلي چې که ټول بندیان یې خوشې شي نو په یوه اوونۍ کې له افغان حکومت سره خبرې پيلوي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اګست پر ۱۱مه په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د يو شمېر لوړپوړو افغان چارواکو په حضور کې د طالبانو لخوا د ورکړل شوي ۵،۰۰۰ کسيز نوملړ کې د شاملو بندیانو د بښنې فرمان لاسلیک کړ.

افغان حکومت د طالبانو ۴،۶۰۰ بنديان وار له مخه خوشې کړي ول خو پاتې ۴۰۰ يې د سولې مشورتي لويې جرګې تاييد ته ايسار کړي ول.

په جرګه کې د افغانستان له بېلا بېلو سيمو ۳،۴۰۰ کسانو ګډون کړی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG