د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ وايي له پوتین سره طالبانو ته د پیسو ورکولو په اړه نه دی غږېدلی


ټرمپ وايي، له پوتین سره د اټومي وسلو د نه پراختیا په څېر د مهمو موضوعاتو په اړه خبرې کړې.
ټرمپ وايي، له پوتین سره د اټومي وسلو د نه پراختیا په څېر د مهمو موضوعاتو په اړه خبرې کړې.

د امریکا ولسمشر ويلي چې هغه له خپل روسي سيال ولاديمير پوتين سره هېڅکله د رسنيو د هغو راپورونو په اړه خبره نه ده کړې چې روسیې په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو د وژلو لپاره طالبانو ته پیسې ورکړي دي.

ډانلډ ټرمپ دا خبره له اکسييس (Axios) خبري ووبپاڼې سره د مرکې پر مهال کړې چې د جولای پر ۲۸مه خپره شوې.

تر دې وروسته نوموړي له اېچ بي او ټېلېويژن سره په مرکه کې، چې د جولای پر ۲۹مه خپره شوه، وويل، که د استخباراتو دا راپورونه ریښتیا وای چې روسیې په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو د وژلو لپاره طالبانو ته پیسې ورکړي، نو دی به ډېر په قهر شوی وای.

نوموړي د روسيې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د جولای د ۲۳مې ټېليفوني مکالمې ته اشاره وکړه او ویې ویل چې دوی د اټومي وسلو د نه پراختیا په څېر د مهمو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي او له طالبانو سره د مرستې مسله یې نه ده یاده کړې.

د ټرمپ په وينا، د ډېرو خلکو په باور دا يو "جعلي خبر" وو.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د جون پر ۲۶مه د لومړي ځل لپاره راپور ورکړ چې د روسیې استخباراتو په افغانستان کې طالبانو ته پیسې ورکړي چې امریکایي پوځیان ووژني.

روسيې دا تورونه رد کړي دي.

دا موضوع په نومبر کې د امريکا د ولسمشرۍ تر هغو انتخاباتو وړاندې توده شوې چې ټرمپ غواړي د دویم ځل لپاره ولسمشر شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG