د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه کې جرګې د ځمکې ۲۲ کلنه پخوانۍ لانجه هواره کړې


په کورمه کې یوشمېر قومي مشران په یوه جرګه کې ناست دي - پخوانی انځور.
په کورمه کې یوشمېر قومي مشران په یوه جرګه کې ناست دي - پخوانی انځور.

په کورمه کې یوې جرګې د عليشېرزیو او د تیندو د اوسېدونکو ترمینځ د شاملاتي ځمکې ۲۲ کلنه پخوانۍ لانجه هواره کړې ده.

په اورکزیو او کورمې ضلعو کې دوه ډوله ځمکه ده. یو یې انتقالي بلل کېږي چې په قانوني توګه خلکو ته سپارل شوې او د ملکیت ټول حقونه یې لري. د ځمکې دویم ډول شاملاتي وي چې هېڅ خاوند یې نه وي ټاکل شوی، ولس یې په شریکه کاروي او همدا لامل دی چې اکثر لانجمنه وي.

د ډېسېمبر پر ۱۳مه د شوې جرګې یو غړی ابرار حسین جان توری وايي، منځګړیو وویل چې زرګونه جریبه ځمکه د عليشېرزیو قوم د شپږو تپو "پوره او منصفانه حق" دی.

ده مشال راډیو ته وویل چې جرګې زیاته کړه چې د پرېکړې سرغړونه کوونکي به پینځه اربه (مېلیارده) روپۍ جرمانه ورکوي.

د کورمې په یوشمېر برخو کې د قومونو ترمینځ د ځمکو، غرونو، ونو، ځنګلونو او اوبو لانجې پخوانی تاریخ لري چې له کبله یې په تېرو وختونو کې خونړۍ نښتې هم شوې دي.

په ۲۰۰۱ز کال کې د ۹،۰۰۰ جریبه شاملاتي ځمکې د ملکیت لانجې له کبله د تیندو او عليشېرزیو ترمینځ هم جګړه شوې وه چې ۴۳ ورځې روانه وه او پکې شاوخوا ۱۵ کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.

د عليشېرزیو یو مشر مولانا شاه نواز خان مشال راډیو ته وویل چې جرګې خپله فیصله د ډېسېمبر پر ۱۳مه د ضلعي انتظامیې په دفتر کې د چارواکو په موجودګي کې واوروله.

ده وویل، دواړو خواوو د جرګې پرېکړه "په خوشالۍ منظوره" کړه ځکه چې ولس نور په سیمه کې "ناامني او انتشار" نه شي زغملای.

په کورمه کې د کلیوالو سیمو د پرمختیا بنسټ (فاونډېشن فار رورل ډېوېلمپنټ) په نوم د ناحکومتي سازمان په مرسته ۲۰ کسیزه جرګه د ۲۰۲۱ز کال له جولای راهیسې د ځمکو او اوبو د لانجو د هواري هڅې کوي.

د جرګې یوه بل غړي پټان عبدالخالق د ډېسېمبر پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل چې که حکومتي چارواکو د عليشېرزیو او تیندو ولسونو د ځمکې د لانجې په اړه پرېکړه عملي کړي او د نورو لانجو د هواري په برخه کې هم سنجیدګي وښيي نو په سیمه کې تلپاتې امن قایمېدای شي.

د منځنۍ کورمې انتظامي مشر شاه وزیر تر جرګې وروسته رسنیو ته ویلي چې چارواکو په ټوله ضلع کې ځمکې د لانجو هواري هڅو ته دوام ورکړی دی. ده د جرګې د فیصلې ستاینه وکړه او و یې ویل چې نورې لانجې هم په دې طریقه حل کوي.

په ۲۰۰۸ز کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه چې پکې د بې کوره خلکو خپلو کلیو ته ستنول او د پخوانیو اسنادو (کاغذات مال) او د پښتنو د دود پر اساس د ځمکو د لانجو هواري پرېکړه شوې وه خو دا دواړه کارونه لا په بشپړ ډول نه دي ترسره شوي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG