د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه کې د ځنګله لانجې پر سر تر نښتو وروسته اوربند وشو


چارواکي وايي، نښته د کورمې له ګېدو سیمې سره نېږدې شوې.
چارواکي وايي، نښته د کورمې له ګېدو سیمې سره نېږدې شوې.

په کورمه کې د ځنګله پر سر د پیواړ د علیزیو او د ګېدو د منګلو ترمینځ تر شاوخوا دوو ورځو نښتو وروسته اوربند شوی دی.

د ضلعې انتظامي مشر ډاکتر افاق وزیر د اکتوبر پر ۲۴مه شپې ناوخته مشال راډیو ته وویل، د سیمې د مشرانو یوې جرګې له دواړو خواوو سره خبرې وکړې او هغوی د مورچو په پرېښوولو سلا شول چې تر هغې وروسته د اتوار/یکشنبې پر مازیګر نښته وردېده.

نښته د اکتوبر پر ۲۳مه سهار شاوخوا ۱۰ بجې هغه مهال پیل شوه چې علیزي له ګېدو سیمې سره نېږدې په ځنګله کې د لرګیو وهلو لپاره ورغلل.

تر اوسه معلومه نه ده چې نښته څنګه پیل شوه، خو چارواکي وايي، د دواړو خواوو کسان په وسلو سمبال ول.

د کورمې انتظامیه وايي، په نښته کې د دواړو لورویو د وژل شویو شمېر ۱۱ ته رسېدلی او ۱۲ کسان ژوبل دي.

د سیمې د مشرانو د جرګې یوه غړي ملک سلیم خان اورکزي د اکتوبر پر ۲۴مه شپې مهال مشال راډیو ته وویل، غونډو ته دوام ورکوي او له فریقینو څخه بیا د نه جنګېدو ضمانت اخلي.

د جګړې پر درېدو سربېره په کورمه کې حالات عادي شوي نه دي او لویې لارې لا هم تړلې دي او انتظامیې د موبایل ټېلېفون شبکې بندې کړې دي.

د پاړه چینار ملک عطاالله مشال راډیو ته وویل، که حکومت ژر تر ژره حالات عادي نه کړل نو د سیمې ولس له ستونزو سره مخامخېدای شي.

خو ډېپټي کمېشنر افاق وزیر وايي، د ټل او پاړه چینار عمومي لار یې د تګ راتګ لپاره بیا پرانیستې خو د تري منګلو او پاړه چینار ترمنځ سړک د احتیاط په موخه لا نه خلاصوي.

دی همداراز زیاتوي چې د موبایل ټېلېفون سروېس یې په جزوي ډول بحال کړی او چې کله "هر څه کنټرول شي" نو بیا به یې د بشپړې بحالۍ امر وکړي.

د ګېدو سیمې پر ځنګله د پیواړ د علیزیو او د غونډيخېلو له منګلو سره پخوانۍ لانجه ده چې له وجې یې مخکې هم نښتې شوې دي.

خو دا لومړی ځل نه دی چې په کورمه کې د ځمکې پر سر د لانجې له وجې نښته کېږي. د ۲۰۲۰ز کال د جون په پای کې په کورمه کې د ابراهیمزیو او بالشخېلو خلکو او پاړه څمکنیو ترمنځ د مرغې چینې ځمکې لانجې پر سر نښته وشوه.

له کورمې پرته، په جنوبي وزیرستان، شمالي وزیرستان او د باجوړ او مومندو ترمنځ د پولې په ګډون د شاملاتو د ځمکو پر هم لسګونه لانجې دي چې کله نا کله د نښتو لامل کېږي.

د قبایلي ضلعو ولسونو ځینې لانجې په خیبر پښتونخوا د قبایلو تر ورګډېدو وروسته عدالتونو ته وړې دي.

د هغو سیمو انتظامي مشران او چارواکي وايي، له ولسي مشرانو سره د جرګو له لارې د لانجو د هواري هڅې کوي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG