د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ پولیسو علي وزیر په یوه بله قضیه کې عدالت ته وړاندې کړی


علي وزیر د ۲۰۲۰ز کال په ډېسېمبر کې په پېښور کې نیول شوی وو او اوسمهال د کراچۍ زندان کې دی - انځور له ارشیفه
علي وزیر د ۲۰۲۰ز کال په ډېسېمبر کې په پېښور کې نیول شوی وو او اوسمهال د کراچۍ زندان کې دی - انځور له ارشیفه

د کراچۍ پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د مخکښ مشر او په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان استازي علي وزیر پر وړاندې یوه بله قضیه پرانیستې ده او د جولای پر ۱۵مه یې د کراچۍ په زندان کې د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې کړی.

د علي وزیر وکیل قادر خان مشال راډيو ته وویل چې پولیسو ویلي دي چې دا مقدمه د ۲۰۱۸ز کال د مې پر اوومه د کراچۍ په شاه لطیف تاڼه کې درج شوې وه چې پکې د محسن داوړ او د غورځنګ د نورو غړو او ملاتړیو نومونه هم ول.

د نوموړي په خبره، عدالت د جولای پر ۱۷مه د قضیې د دویمې اورېدنې نېټه ټاکلې.

د ۲۰۱۸ز کال په پیل کې چې پښتون ژغورنې غورځنګ جوړ شو نو مشرانو یې د پاکستان په یو شمېر ښارونو کې جلسې پلان کړې چې پکې د مې پر ۱۳مه د کراچۍ د سهراب ګوټ ولسي غونډه هم شامله وه.

هغه مهال علي وزیر او محسن داوړ د جلسې تیارۍ لپاره کراچۍ ته ورغلي ول او بیا یې د عوامي نیشنل ګوند د یوه غړي امان خټک په کور کې غونډه کړې وه چې تر هغې وروسته یې پر ضد مقدمه دایره شوه.

په کراچۍ کې د غورځنګ یو مخکښ غړی نور الله ترین وايي، خټک او نورو ملګرو په هغه مقدمه کې خپل ضمانتونه کړي ول نو ځکه ازاد دي.

په هغه مقدمه کې د پي ټي اېم پر مخکښه مشرانو او غړو د ریاست پر ضد د ولس د پارولو او د ریاست پر ضد د ویناګانو ترڅنګ یو شمېر تورونه پورې شوي چې هغوی په بیا بیا رد کړي.

علي وزیر وار له مخه له څه د پاسه اووه میاشتو راهیسې د کراچۍ په زندان کې دی.

د پېښور پولیسو نوموړی د ۲۰۲۰ز کال د ډېسېمبر پر ۱۶مه پر ارمي پبلېک سکول په وسله وال برید کې د وژل شویو په شپږم تلین کې تر ګډون وروسته نیولی وو او بیا یې ویلي ول چې هغه یې د سیند پولیسو په غوښتنه نیولی.

د سیند پولیس وايي، وزیر د ډېسېمبر پر شپږمه په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په جلسه کې د ریاست پر ضد د وینا تور دی چې د ده وکیل او غورځنګ یې ردوي.

د علي وزیر وکیل په سیند های کورټ کې د نوموړي د ضمانت غوښتنلیک دایر کړی وو چې د قاضیانو دوه کسیزه جرګګۍ یې په اړه د ۲۰۲۱ز د مارچ پر پینځمه خپله فیصله محفوظه کړې وه. دې جرګګۍ د جون پر لومړۍ نېټه خپله محفوظه فیصله واوروله او د وزیر د ضمانت درخواست یې رد کړ.

خو نور الله ترین وايي، په کراچۍ کې یې د سپریم کورټ په رجسټرۍ یا څانګه کې د وزیر د ضمانت غوښتنلیک دایر کړی.

نوموړی هیله من دی چې سپریم کورټ به علي وزیر په ضمانت خوشې کړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG