د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپریم کورټ د علي وزیر په ضمانت د پرېښودو خواست واورېد


علي وزیر په کوټه کې د پي ټي اېم جلسې ته د وینا پر مهال: ۲۰۱۸، ۸م اپرېل
علي وزیر په کوټه کې د پي ټي اېم جلسې ته د وینا پر مهال: ۲۰۱۸، ۸م اپرېل

د پښتون ژغورنې غورځنگ د مخکښ او قامي اسمبلۍ غړ‎ي علي وزير په ضمانت پرېښودو پر درخواست لومړۍ اورېدنه د جون پر ۲۵مه د پاکستان سپريم کورټ په کراچۍ رجسټري کې وشوه.

تر اورېدنې وروسته د علي وزير د کورنۍ وکيل صلاح الدين ګنډه پور مشال راډیو ته وويل، چې د سپريم کورټ د قاضي جسټس مقبول باقر په مشري د ججانو درې کسیزې جرګګۍ (بینچ) ته یې په ضمانت د خوشې کېدو خواست وړاندې کړ.

نوموړی زیاتوي چې عدالت ته د پروسږ کال د دسمبر پر ۶مه په سهراب ګوټ کې د پي ټي اېم غونډې ته د علي وزير د وینا ژباړه هم ورکړل شوې وه. دی وايي چې بله اورېدنه به راتلونکې اوونۍ وي.

تر دې وړاندې د سيند های کورټ چيف جسټس سره د ججانو دوہ کسیزہ بينچ د مارچ پر پنځمه د علي وزير د ضمانت پر خواست فیصله محفوظ کړې وه او د جون لومړۍ نېټې په اورېدنه کې یې رد کړه.

له هغه وروسته د علي وزیر وکیل د جون پر ۱۲مه د پاکستان لوی عدالت (سپریم کورټ) ته خواست یووړ.

په قضيه کې پوليسو پر علي وزیر او ملګرو د پروسږ کال د دسمبر پر شپږمه نېټه په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په جلسه د ریاست ضد ویناګانو تور پورې کړی دی خو وکیل یې دغه تور ردوي او وايي چې پر سټېج د ریاست پرضد ویناګانې نه دي شوې.

پښتون ژغورنې غورځنګ هم دا تور ردوي او وايي چې د سوله ییزې او قانوني مبارزې له لارې د پښتنو حقونه غواړي.

پښتون ژغورنې غورځنګ تير کال د دسمبر پر شپږمه د کراچۍ په سهراب ګوټ جلسه کې کړې وه چې په زرګونه خلک پکې شریک وو.

د پي ټي اېم دغه غونډې ته د علي وزير سره منظور پښتين ۔محسن داوړ او نورو هم ويناګاني کړې وي او په ۷ دسمبر بياد سهراب ګوټ پوليسو له خوا په مقدمه کړې وه.

پولیسو علي وزیر د ۲۰۲۰ز کال د ډېسېمبر پر ۱۶مه په پېښور کې ونیوه او بیا یې د کراچۍ پولیسو ته وسپاره.

له علي وزير سره په قضيه کې نيول شوي د پي ټي اېم د کراچې ټول غړي د ترهګري مخنيوي عدالت په ضمانت خوشي کړي او يوازي علي وزير له تېرو شپږ مياشتو راهیسې د کراچۍ په زندان کې دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG