د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې د قامي اسمبلۍ تر ضمني انتخاباتو وروسته د رایو شمېر روان دی


په کراچۍ کې د قامي اسمبلۍ څوکۍ لپاره ضمني انتخابات د اګست پر ۲۱مه سهار پیل شول.
په کراچۍ کې د قامي اسمبلۍ څوکۍ لپاره ضمني انتخابات د اګست پر ۲۱مه سهار پیل شول.

په کراچۍ کې د قامي اسمبلۍ پر خالي څوکۍ تر انتخاباتو وروسته د رایو شمېر روان دی.

د رایې اچونې بهیر د اګست پر ۲۱مه سهار اته بجې پیل شو چې بې له ځنډه د مازیګر تر پینځو بجو روان وو.

د قامي اسمبلۍ د ۲۴۵مې حلقې څوکۍ په جون کې د تحریک انصاف د سیاستوال عامر لیاقت حسین د مړینې له وجې خالي شوې وه او ټاکل شوې وه چې ورباندې د جولای پر ۲۷مه انتخابات وشي خو کمېشن په محرم میاشت کې د اهل تشیع د ماتمي غونډو او بارانونو له وجې ضمني انتخابات ځنډولي ول.

د سیند صوبې انتخاباتي کمېشن د ۲۴۵مې حلقې څوکۍ لپاره د رایې اچونې ټول مرکزونه له امنیتي پلوه حساس بللي ول.

حکومت د انتخاباتو امنیت لپاره د پولیسو او رېنجرز ځواک تر ۵،۰۰۰ زیات سرتېري ځای پر ځای کړي ول او د بیړني وضعیت په صورت کې یې پوځ ته د تیار اوسېدو امر هم کړی وو.

په انتخاباتو کې د تحریک انصاف او متحده قامي موومنټ (اېم کیو اېم) پاکستان نوماندانو ترمینځ د سختې مقابلې امکان ښوول شوی وو.

په صوبه کې واکمن پیپلز ګوند او همداراز، جمعیت علمای اسلام (ف) او عوامي نیشنل ګوند د اېم کیو اېم د نوماند ملاتړ اعلان کړی وو.

د اېم کیو اېم معید انور، د تحریک انصاف محمود مولوي، ډاکتر فاروق ستار، د تحریک لبیک محمد احمد رضا او د پاک سرزمین ګوند حفیظ الدین په ګډون ۱۵ سیاستوالان د قامي اسمبلۍ د هغې څوکۍ نوماندان دي.

انتخاباتي کمېشن وايي، په ۲۴۵مه حلقه کې د رجسټر ووټرانو شمېر څه د پاسه ۵۰۰،۰۰۰ دی.

د سیند انتخاباتي کمېشن د جولای پر ۲۰مه د هغې صوبې د مرکز کراچۍ او دویم لوی ښار حیدراباد په ګډون په ۱۶ ضلعو کې بلدیاتي انتخابات هم وځنډول او د اګست پر ۲۸مه یې د کولو اعلان وکړ.

تر دې مخکې د جون پر ۲۶مه د سیند په ۱۴ ضلعو کې د بلدیاتي انتخاباتو لومړی پړاو شوی وو.

XS
SM
MD
LG