د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کابل په یوه جومات کې چاودنې ۳ کسان ژوبل کړي


د اپرېل پر ۲۱مه په کابل کې پر دارالامان سړک د چاودنې له ځایه لوګي خېژي.
د اپرېل پر ۲۱مه په کابل کې پر دارالامان سړک د چاودنې له ځایه لوګي خېژي.

د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د جمعې د لمانځه پرمهال په یوه جومات کې چاودنه شوې چې پکې درې کسان ژوبل شوي دي.

د طالبانو د حکومت د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ مشال راډیو ته وویل چې چاودنه د ښار د پینځمې امنیتي حوزې په ایوب صابر جومات کې شوې.

دی وايي، امنیتي چارواکي سیمې ته رسېدلي دي او د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.

په جومات کې د چاودنې ذمه واري چا نه ده منلې.

له دې سره په تېرو شاوخوا دوو میاشتو کې د افغانستان په جوماتونو کې د چاودنو شمېر څلورو ته ورسېد. له دې پرته په وروستیو کې د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې حملې زیاتې شوې دي چې پکې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د اپرېل پر ۲۹مه پر دارالامان سړک په یوه خانقاه کې په چاودنه کې ۱۰ کسان وژل شوي او ۲۰ ټپیان ول. تر دې یوه ورځ مخکې د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې د سپرلیو دوه موټر د بمي چاودنو ښکار شول چې پکې لږترلږه نهه کسان وژل شوي دي. د اپرېل ۲۸مې پر ماښام په شویو چاودنو کې ۱۳ کسان ژوبل هم دي. اسلامي دولت یاد داعش ډلې د هغې حملې ذمه واري منلې وه.

د اپرېل پر ۲۲مه، د کندوز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې په چاودنه کې لږترلږه ٣٣ کسان ووژل او ۴۳ ژوبل شول. چاودنه مازیګر مهال په جومات کې شوې وه. د هغې حملې ذمه واري چا نه وه منلې.

د اپرېل پر ۲۱مه په مزارشریف کې د اهل تشیع په جومات کې دننه په چاودنه کې ۲۵ کسان ووژل او لسګونه ژوبل شول. چاودنه د ښار په سې دوکان تاریخي جومات کې د ماسپښین لمانځه پرمهال شوې وه. په هغه برید کې لسګونه کسان ژوبل شوي هم ول او ذمه واري یې داعش ډلې ومنله. وروسته طالب چارواکو وویل، چې د هغه برید د پلان جوړولو په تور یې د داعش ډلې یو مشکوک مخکښ مشر عبدالحمید سنګریار نیولی دی.

د اپرېل پر ۱۹مه د کابل په دشت برچي سيمه کې دوو ښونځیو ته څېرمه په بمي چاودونو کې لږ تر لږه شپږ کسان ووژل او ۲۰ ټپیان شول.

د طالبانو حکومت وايي، د داعش ډلې په ګډون یې د ټولو وسله والو پرضد عملیاتو ته دوام ورکړی دی. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تېره اوونۍ له مشال راډیو سره په خبرو کې دعوه وکړه چې داعش ډله یې ځپلې ده.

XS
SM
MD
LG