د لاسرسي ځای

تازه خبر

ژمي د پکتیکا د زلزله ځپلو ستونزې زیاتې کړې دي


د ۲۰۲۲ز کال زلزلې تر ټولو زیاته مرګژوبله د پکتیکا د ګیان او برمل اوسیدونکو ته اړولې وه - پخوانی انځور.
د ۲۰۲۲ز کال زلزلې تر ټولو زیاته مرګژوبله د پکتیکا د ګیان او برمل اوسیدونکو ته اړولې وه - پخوانی انځور.

د پکتیکا ولایت د ګیان ولسوالۍ زلزله ځپلي وايي، د ژمي له راتګ سره د دوی ستونزې زیاتې شوې او د سړې هوا له کبله د هغې سیمې یوشمېر ښځې او ماشومان ناروغه شوي دي.

دوی وايي، د یخې هوا د بندېدو لپاره يې ځمکې ژورې کړي او د هغې له پاسه يې خیمې درولي دي. د دوی په خبره چې ځمکه نمجنه ده ځکه د دوی په فکر ښځو ته د بندونو دردونه پېدا شوي او ماشومانو ته يې موسمي ناروغۍ لګیدلي دي.

د روان ۲۰۲۲ز کال د جون پر ۲۲مه نېټه سختې زلزلې د خوست او پکتیکا یوشمېر سیمې لړزولې وې، چې پکې تر ټولو زیاته مرګژوبله او زیان د پکتیکا د ګیان او برمل اوسېدونکو ته اوښتی وو.

زلزله ځپلي وايي د سرپناه د ستونزې له کبله ښځې او ماشومان ناروغه شوي دي
زلزله ځپلي وايي د سرپناه د ستونزې له کبله ښځې او ماشومان ناروغه شوي دي

د ګیان ولسوالۍ د خانه دین کلي اوسېدونکي حاجي عمرجان د ډېسېمبر پر پینځمه مشال راډیو ته وویل، موسساتو د دوی په سیمه کې ۱،۹۰۰ کورونه سروې کړي، خو ژمی راورسید، دوی لا د کورونو د جوړولو کار ترسره نه کړ.

نوموړي زیاته کړه چې اوس زیاترو زلزله ځپلو کندې کیندلې او په هغو کندو يې خیمې لګولي دي، چې له کبله يې د دوی ماشومان او ښځې ناروغه شوي دي.

د ګیان اوسېدونکي وايي، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنری (يواېن اېچ سي ار) مسوولینو دوی سره ژمنه کړې وه، چې ۱۰۰۰ کورونه په اساسي او پاخه ډول جوړوی، خو تر اوسه يې کار نه دی پیل شوی.

د ګيان د وسم راغه اوسېدونکی داود حقمل بیا وايي، د زلرلې په لومړيو وختونو کې دوی ته موسسې ورغلې او مرستې ورسره وشوې، چې دوی يې قدرداني کوي، خو د سرپناه په برخه کې ورته کار نه دی شوی.

دی اندېښنه څرګندوي چې که زلزله ځپلو ته د اوسېدو منظم ځایونه جوړ نه شي، نو په روان ژمي کې به هغو خلکو ته نور ځاني زیان واوړي.

داود حقمل زیاتوي، ځينو خلکو کندي کیندلې، خو هغه نم لري او خلک ورڅخه ناروغه شوی دي.

د افغانستان د نورو سیمو په شان د ګیان اوسېدونکي هم له اقتصادي اړخه کمزوري او په خپلو امکاناتو د دې جوګه نه دي، چې ځانونو لپاره د ژوند اساسي اسانتیاوې برابرې کړي.

د ګیان د مانده کلي اوسېدونکی عبدالحق نوري وايي، "په ګیانه کې نسبتاً واوره ډېره کیږي او هوا يې یخه ده، که چیرې نړیوال او حکومت دې ولسوالۍ ته توجه ونکړي، نو خلک به له یو لوی ناورین سره مخامخ شي، د دوی اقتصادي ستونزې هم د نورو ولسوالیو په پرتله ډېرې دي، یوه کورنۍ نشي کولای کلونه، کلونه هم یوه یا دوې کوټې جوړې کړي او بیا په کې استوګنه وکړي. "

د ګیان ولسوالۍ اوسېدونکي له زلزلې مخکې هم د ژوند له اساسي او لومړنیو اړتیاوو بې برخې وو. د وچکي کلي اوسېدونکي اميل الدين وویل، له ارګونه تر ګیان ۴۰ کیلومتره سړک جوړولو ته اړتیا لري، ښوونځي يې ودانۍ نه لري او د روغتیايي کیلینک ودانیزې چارې هم نیمګړې پاتې دي.

زلزله ځپلي په سخت ژمي کې هم په خيمو کې ژوند کوي
زلزله ځپلي په سخت ژمي کې هم په خيمو کې ژوند کوي

دی هم غوښتنه کوي، چې نړیوالو مرستندویه بنسټونه او اړوندې ادارې دې ورسره مرستې وکړي.

مشال رېډیو د ګیان د زلزله ځپلو د ستونزو او غوښتنو په باب په پکتیکا کې د ځايي چارواکو نظر او غبرګون اخيستو هڅه وکړه، خو له دوه ورځو راهیسې د هغوی له ژمنو سره، سره بیا هم د دې رپوټ تر جوړولو يې خپل نظر او ځواب راسره شریک نه کړ. البته د جولای په مياشت کې ملګري ملتونو ويلي ول چې غواړي، له راروان ژمي نه مخکې په پکتیکا او خوست کې د زلزله ځپلو د ۲,۰۰۰ کورونو د بیارغونې په برخه کې مرسته وکړي.

د جولای په ۲۲مه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي مرستیال مارکوس پوټزل د طالبانو د حکومت له چارواکو سره په لیدنه کې وویل، د دوی د ماموریت یه مهمه موخه اړمنو خلکو ته د مرستو رسول دي او دوی په دې برخه کې خپل کار ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG